1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي له بېکارۍ څخه شکايت کيږي

۱۳۹۱ فروردین ۲۳, چهارشنبه

په کندهار کي په سلونو کسان د کار له نشتوالي څخه شکايت کوي. په دې ډله کي ډېرى هغه خلک دي چي له نورو ولايتونو څخه کندهار ته د کار موندولو په نيت راغلي دي.

https://p.dw.com/p/14bRd
انځور: DW

دغه کسان وايي له سهاره ترماځيګره پوري پر چوکونو باندي ولاړوي،لاکن په اونيو، اونيو ورته کار نه پيداکيږي.

دغه کسان چي د کندهار ښار په بېلابېلو چوکونو کي په دې تمه ولاړ وي چي يوڅوک به ئې د مزدورۍ له پاره بوزي اوس وايي چي کارونه بېخي په ټپه ولاړ دي:

«نن ۱۴مه ورځ ده چي ماته کارنه دى را پيدا سوى، کور مي هم په کرايه دئ د مياشتي٥٠٠٠ پاکستانۍ کلداري کرايه ورکوم. زماپه ډول ترپنځلس سوه زيات کسان هرسهار دغه او نورو چوکونو ته د کارله پاره راوزي، لاکن ډيرو لږو کسانو ته کار پيداکيږي، نور نا اميده ماځيګرکورته ځي.»

دغه ۲۵ کلن ځوان چي هرڅه ئې څېره بيانوي داسي ښکاري لکه څلوېښت کالن چي وي او وايي، چي که کرزى صاحب ووينم اول به ورته وايم چي موږته فابريکې جوړي.

د کندهار د کار او ټولنيزو چارو رياست مسئول نظرعلي قاطع هم دغريبکارو خبري پرځاى ګڼي او وايي چي اوس په کندهارکي ځکه بېکاري زياته ده چي په په دغه ښارکي د پخوا په ډول سيمه ييزخټګري نه کيږي.

دى وايي اوس په کندهار کي خلک د عصري کورونو او مارکيټونو د جوړولو له پاره مسلکي کسان غواړي او دا ډول مسلکي کسان په افغانانو کي ډېرلږدي:

«په کندهارکي نوي ودانۍ په عصري سيسټم جوړيږي او دا کارونه عام خلک نه سي کولاى نو ځکه د پخوا په ډول هرخټګراو بنا ته کار نه پيدا کيږي.»

ښاغلی قاطع زياتوي چي د خپلو امکاناتو له مخي ئې٦٠تنه ځوانان د يخچال او برېښنا جوړوني او٧٠ تنې نجوني ئې د خياطۍ، ګلدوزۍ او غالۍ اودلو په برخه کي په کاراخته کړي دي.

دی وايي چي په کندهار کي بايد هغه پخوانۍ فابريکې، لکه دنخي نساجي، وړۍ اودولو او شرکت مېوې فابرېکې بيرته فعال سي، چي په دوو وختونو کي په زرونو کسانو ته د کار زمينه برابره سي.

کارپوهان هم پردې ټينګارکوي چي امنيت د کارسره مستقيما اړه لري، ددوى په خبره دولت که غواړي چي په سيمه کي ناامني مهارکړي يوه ښه لار ئې خلګو ته د کار زمينه چمتو کول دي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زیارمل