1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناوړه دودونه د ښځينه زده کوونکو په مخکي خنډ دي

۱۳۹۰ بهمن ۳, دوشنبه

په کندهارکي ډيري کورنۍ د امنيتي ستونزو او ناوړه کلتوري دودونو له کبله ښوونځيو او پوهنتونونو ته د خپلو خويندو او لوڼو د ورتګ مخه نيسي.

https://p.dw.com/p/13o9l
په کندهار کښي د شيرزي کمپيوټر زده کړي کورس زده کوونکي.
په کندهار کښي د شيرزي کمپيوټر زده کړي کورس زده کوونکي.انځور: AP

دغه کورنۍ وايي چي اوس هغه شرايط چي د ښځينه زده کوونکو له پاره بايد چمتو واى تراوسه لا اماده نه دي.

ناديه يوه له هغو لسګونو زده کوونکو څخه ده چي دوولسم ټولګى ئې لوستى لاکن د يادو ستونزو له امله پوهنتون ته د تګ اجازه نه لري.

ددې په خبره چي ناسم دودونه او له بلي خوا څپڅپانده امنيتي وضعيت ددې سبب سوى دئ، چي کورنۍ هغې ته د لوړو زده کړو اجازه نه ورکوي.

«په کندهارکي روان امنيتي او کلتوري دودونه ددې باعث سوي دي چي موږ ته د لوړو زده کړو اجازه نه راکول کيږي په داسي حال کي چي نجوني غواړي لوړي زده کړي وکړي لاکن افسوس.»

خو په يو شمير داسي ټولنو کي چي ترهرڅه کلتوري دودونو ته ارزښت او لومړيتوب ورکول کيږي، هلته ټول اوسېدونکي اړ دي چي په هر ډول شرايطو کي هغه ته پاملرنه وکړي. ځکه خو پښتانه وايي چي له عالمه ووزه، له نرخه ئې مه وزه.

۴۵ کلنه فوزيه د همدې ډول دودونو ښکار سوې ده هغه وايي، د خپلو دوستانو او ګاونډيانو د خبرو د بنديدو له پاره دې ته اړه سوې ده چي خپلي لوڼي له زده کړو څخه را وګرځوي او په دې ډول د پيغورونو مخنيوى وکړي:

«زه تل د خپلو اولادونو په فکرکي يم او پوښتنه راته پيداکيږي چي آيا زده کړو ته ئې وليږم که يه؟ زه خپله بې سواده يم لاکن نه غواړم چي اولادونه مي زما په شان بې سرنوشته پاته سي. خو د ليري او نزدې همسايه ګانو پيغورونه يوې خواته او دا چاودني بلي خواته حيرانه يم څه وکړم؟»

په کندهار کي د ښځو د چارو رئيسه اغلې رقيه اڅګزۍ هم په دغه ولايت کي ناسم امنيتي وضعيت او په ټولنه کي حاکم دودونه د نجونو د لوړو زده کړو په وړاندي ستر خنډ بولي.

«زما په نظر زه دلته دوه مشکله وينمه يو امنيتي مشکل دئ او بله کلتوري ستونزه ده ،زموږ د کورنيو زړه غواړي چي خپلي لوڼي مکتبونو ته وليږي، خو روانه نا امني او په ټولنه کي حاکم ناوړه دودونه ددې لامل ګرځي چي اخر کورنۍ مجبوره سي خپلي لوڼي له زده کړو څخه را وګرځوي.»

اڅګزۍ زياتوي د کورنيو د ذهنيتونو د اړولو او پوهاوي په موخه ئې ځني پروګرامو نه هم په لاره اچولي دي او تمه لري چي په دې ډول به کورنۍ په دې قانع کړي چي خپل ښځينه زده کوونکي ښوونځي او لوړو زده کړوته وليږي.

خو په کندهار کي د ښځو د حقونو يو شمېر پلويان په دې اند دي چي په ناامنه سيمو کي به د نجونو ونډه ترهغه وخته په پوهنتونونو او ښوونيزو مرکزونو کي کم رنګه وي،چي په دغو سيمو کي امنيت نه وي خوندي، او د قانون حاکميت نه وي رامنځته سوی.

اوسمهال په کندهار پوهنتون کي شاوخوا ۴۰۰۰ محصلين زده کړي کوي چي د چارواکو په خبره د انجونو شمېر له سلو تنو څخه نه اوړي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل