1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي يوسړک بيارغول کيږي

۱۳۸۷ تیر ۲۴, دوشنبه

پردې سړک باندي شاوخوا 3 لکه امريکايي ډالره لګښت راځي

https://p.dw.com/p/EcJf
د سرې جامع څخه بيا تر ډنډه پوري د سړک رغولو کار
د سرې جامع څخه بيا تر ډنډه پوري د سړک رغولو کارانځور: DW

د کندهار ښار په زړه کي د سرې جامع څخه بيا تر ډنډ چوک پوري د پراته 1000 سړک د ډامبرولو کار پيل سوی . پر دې سړک چي شاوخوا 3 لکه امريکايي ډالره لګښت راځي د سيډا او يو سايډ موسسو لخوا ورکول کيږي.

دكندهاردكليوپراختيا د رييس انجنيرعبداللطيف اشنا په خبره سړک به د څلورو مياشتو وروسته ګټي اخستني ته وسپارل سي.

ددغه سړك په رغيدوسره دسيمي اوسيدونكي هم خوښي څرګندوي. سړك چي ترډيره حده تخريب سوی دی دخلګوپه وينا ډيری وختونه د سړک د خرابوالي له کلبه ترافيكي ستونزي اوپيښي هم رامينځته كيدې.

د سړک جوړولو يو تن انجينر
د سړک جوړولو يو تن انجينرانځور: DW

دغه سړك دطالبانودحكومت په ورستيوكښي يو وار بل هم ډامبراوورغول سوی و.چي هغه وخت هم په ملينونه افغانۍ ورباندي مصرف سوي وې. ولي تر يولږ وخت وروسته دا سړک داسي خراب سوی و چي نه پيژندل کيدی چي پر دې دي کم وخت کار سوی وی ، اودې ته ورته داسي يوشميرنورسړكان هم ترسترګوكيږي چي په همدانږدي وختونو کښي ورباندي په لك هاوه ډالره مصرف سوي چي اوس بلكل دترافيكو داستفادې وړندي.

د کندهار ولايت د کلو او پراختيا رييس انجينر عبدالطيف اشناوايي چي داځل ددې سړک هغه نورم په پام کي نيول سوی دی چي کار څني اخستل کيږي او بل « زموږ تخنيکي وسايل تر اوسه پوري داسي دي چي داسي سړکونه جوړ کړو تر څو تر یو وخته پوري ځني کار واخستل سي زموږ دپاره داهم ډير لوی شی دی».

د کندهار ښار د نوي ښار په سيمه کي سره جامع چي د طالبانو په وخت يوار د شنې جامع په نوم ونومول سوه
د کندهار ښار د نوي ښار په سيمه کي سره جامع چي د طالبانو په وخت يوار د شنې جامع په نوم ونومول سوهانځور: DW

د کارپوهانو په نظر چي که خبره داسي وي چي د سړکونو جوړول تر يوه ټاکلي وخته پوري جوړيږي او په ملينونو ډالره ورباندي مصرفيږي ښه به داوي چي ونسي ځکه چي دداډول کارونو تر ګټي تاوان ډير دی.

ددوی په خبره چي دولت دي لومړی په دغه پيسو وسايل برابرکړي وروسته دي د سړک جوړ ولو لپاره مرستي راټولي کړي.

د يادوني وړ ده چي په کندهار ښارکي ټول سړکونه تر يو لږ وخت وروسته ډير ژر بيرته د کاره لوېدلي او هغه پيسې چي ورباندي مصرف سوی لکه اوبو ته چي لوېدلي وي.

د انجینر اشنا په خبره داځکه داسي ژر خرابيږي چي په ښارکي دننه داسي لاري موټر تاوبالا کيږي چي وزن يي تر هغه اندازه ډير لوړ وي کوم چي د سړک د جوړيدو په وخت کي د ښاري سړکانو لپاره ټاکل سوی وي.