1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي يوه پوليسه وژل سوې

کندهار/ محمد ابراهيم سپېڅلی۱۳۹۴ اسفند ۲۴, دوشنبه

د کندهار چارواکي وايي چي د دغه ښار د لومړۍ ناحيې په سیمه کي ناڅرگندو وسله والو موټرسايکل سپرو یوه ښځیه پولیسه دفتر ته د تگ پرمهال ويشتلې او وژلې ده. وسله وال په تېښته بريالي سوي او د پيښي مسئوليت چا نه دی منلی.

https://p.dw.com/p/1ICcv
انځور: Reuters/M. Ismail

وژل سوې پولیسه فوزیه نومیږي او د کندهار د امنیه قومندانۍ د پاسپورټ د څانګي کارمنده وه.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پېښه تائيد کړې او دويچه ويله ته ئې وويل چي پولیسو سیمه کلا بنده کړې او پلټني رواني دي. د هغه په قول، ډېر ژر به قاتلان د قانون منګولو ته وسپارل سي.

پيښه د کندهار ښار په چوڼۍ سيمه کي رامنځ سوې. په دغه سیمه کي نژدې هر ځای پولیس د تلاښۍ په موخه ولاړ وي او هغه موټرسایکلان، چي دوه تنه پرسپاره وي پلټي.

د میرویس حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر محمد داود فرهاد هم مني، چي نن سهار د یوې ښځینه پولیسي جسد دوی ته ور وړل سوی دی.

د فوزيې کورنۍ تر اوسه پوري له رسنيو سره په دې اړه څه نه دي ويلي. خو په سیمه کي خلک دغه ډول غلچکي بریدونه غندي.

د احمدالله په نوم یو تن دوکاندار دويچه ويله ته وويل چي دولت ته په کار ده، د دغسي پيښو مخه ونیسي. هغه وايي، دا څرنګه پولیس دي، چي څو ځایه ولاړ دي لیکن بیاهم دوی ته نژدې د دوی همکاره وژل کیږي او قاتلان تښتي.

د يادي سمي يو بل اوسېدونکی سید محمد وايي: «زما ښه په یاد دي، پر دغه سړک دا پنمځه پيښه ده، چي رامنځته کیږي، خو سمه پلټنه نه کیږي.»

هغه زياته کړه: «یوڅه وخت ترمخه يې پر همدغه سړک د یوې مؤسسې کارکوونکې ووژل، بیايې د کمیس کریم زوی ووژل سو، بیا یو بل ځوان د دغه دوکان او سنټر ترمنځ وویشتل سو، په روژه کي يې بیا پردغه سړک د ۱۳ حوزې قومندان له خپلو ملګرو سره وویشت او دا نن يې دا خوارکۍ ووژل. که عسکر په رښتیا وغواړي، نو والله که یو څوک هم ټک لا ځینی وکړي، خو څه درته ووایم؟»

د دغي پيښي د مسؤلیت په اړه تراوسه چا څه نه دي ویلي.