1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي پر مخابراتي شبکو بنديز لگيدلی

۱۳۹۰ تیر ۲۷, دوشنبه

د کندهار د مخابراتو رئيس انجنيرشاه محمدخان نن په يوې خبري ناستي کي وويل، اوسمهال تردريو ورځو پوري د بنديز خبر دوى ته رسيدلى دى، او دا به هره شپه د اووبجو څخه د سهار تر شپږو بجو پوري يو مخ د مخابراتي څانګو فعاليت بند وي.

https://p.dw.com/p/11yYd
تليفوني شبکې به يوازي د شپې لخوا غيري فعاله وي
تليفوني شبکې به يوازي د شپې لخوا غيري فعاله ويانځور: AP

په کندهارکي د شخصي مخابراتي شرکتونو په استازيتوب انورالدين نور، خبريالانو ته وويل، په همدې لړکي دوى ته هم تېره ورځ مازيګرد کابل څخه امنيتي څانګي خبر ورکړ، چي د يو شمير ستونزو له کبله بايد خپل فعاليت د ټاکل سوي وخت له پاره د شپې له اړخه ودروى.

د نوموړي په خبره، دوى ډيري هڅي کوي چي ياده مخابراتي ستونزه په نژدې راتلونکي کي حل کړي. خو ټاکلې موده نه سي ښودلاى، چي ترکله به د شپې لخوا په کندهارکي مخابراتي شرکتونه غيري فعال وي.

د کندهار ښاريان هم د شپې له اړخه د مخابراتي څانګو غيري فعاليت خواشني کړي دي او وايي چي دا ددوى لپاره تر ټولو لويه ستونزه ده.

ښاريان له چارواکيو او اړوندو منسوبينو څخه غوښتنه کوي، چي په دې لارکي له دوى سره مرسته وکړي اوله يادي ستونزي يي وژغوري.

د کندهار د مخابراتي څانګو مسؤلين د خپلو څانګو د فعاليت د بنديدو په اړه رڼه خبره نه کوي، چي د کوم چا له لوري دوى ته ګواښونه سوي دي، يوازي وايي، چي له کابل څخه دوى ته ويل سوي دي چي د شپې له لخوا خپل فعاليت په ټپه ودروي.

که څه هم د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د شخصي مخابراتي څانګو د مسؤلينو سره په خپلوخبروکي دوى ته په کندهارکي د امنيت ډاډ وورکړى لاکن بياهم د مخابراتي څانګو مسؤلين د خپلو مرکزي دفترونو ږغ ته سترګي په لاردي.

تراوسه پوري د کندهار د مخابراتي څانګو د بنديدو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي. خو په زابل او هلمند ولايتونو کي د تيرو څو مياشتو راهيسي د شپې لخوا مخابراتي څانګي د وسله والوطالبانو د ګواښونو له امله خپل فعاليتونه درولي دي.

محمد ابراهيم سپيڅلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل