1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي ځانمرگي بريد مرگ ژوبله اړولې ده

۱۳۹۱ فروردین ۳, پنجشنبه

په کندهار ښار کي ځانمرګي بريد ٢تنه کوچنيان وژلي او د ٢ تنو پوليسو په ګډون ٨تنه نور ئې ژوبل کړي دي. دغه پيښه نن ماځيګرد کندهار ښار د لسمي امنيتي حوزې په مربوطاتوکي رامنځته سوې ده.

https://p.dw.com/p/14PDZ
انځور: DW

د کندهار ولايت مقام د رسنيو دفتر مسئول فيصل وايي چي دوه تنه ځانمرګي په يو سرف موټر کي سپاره وه او غوښتل يې پر امنيتي پوسته بريد وکړي چي لومړي ئې د چاودېدونکو موادو په ډک موټرکي ځانته چاودنه ورکړه او دوهم د پوليسو له خو په ګوليو ويشتل سوى دئ.

د ميرويس روغتون يو تن ډاکټرچي نه غواړي نوم اوږغ يې خپورسي وايي تردې مهاله دوى ته ٦تنه ټپيان او يو جسد وروړل سوى دئ.

ددغه ډاکټرپه قول چي د پيښي ډېرى قربانيان ولسي وګړي دي. د پيښي سيمه د کورنيو او بهرنيو ځواکونو له خوا محاصره سوې ده او خبريالانو ته اجازه نه ورکول کيږي چي سيمه له نزدې وګوري.

په نوي لمريزکال کي دا لومړى ځانمرګى بريد دئ چي په کندهارولايت کي رامنځته کيږي. د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستی.

دا موټر بم ځانمرګى بريد په داسي حال کي رامنځته کيږي چي د کندهار امنيتي چارواکو په نوي کال کي د نويد په نامه د چاڼيزو عملياتو خبرداری ورکړى دئ او ويلي ئې ول چي داعمليات به پر کندهار سربيره په نزدې ولايتونو کي هم ترسره سي او ډيري سيمي به له وسله والومخالفينو څخه پاکي کړي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل