1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي ۳۵ زره میټریک ټنه کشمش تولید سوي

۱۳۹۸ بهمن ۱, سه‌شنبه

د کندهار د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس وايي چي د دغه ولايت له انگورو څخه په زرونو ټنه کشمش توليد سوي دي.

https://p.dw.com/p/3WZO4
Produktion von 35.000 Tonnen afghanischen Rosinen in Kandahar
انځور: DW/I. Speasaly

انجنیر سیدي دويچه ويله ته وويل چي په کندهار کي په سلهاوو ښځي او ډېر نارینه د کشمشو په وچولو بوخت دي، چي دايې د عوایدو ترلاسه کولو یوه ښه وسیله ده.

د ده په قول د کندهار په بیلا بیلو ولسوالیو کي پر (۲۰۵۰۰) هکټاره مځکه د انګورو تاکان ولاړ دي، چي په دې وروستیو کي يې یوشمیر د مرستندیوه مؤسسو په همکارۍ عصري کړي، چي له حاصلاتو يې کروندګر او رانیونکي راضي دي.

نوموړی زیاتوي په کندهارکي د انګورو کلنی تولید تر ( ۲۸۰۰۰۰) میټریک ټنه پوري رسیږي، چي درې برخي يې په تازه بڼه او یوه برخه يې له وچیدو وروسته کورنیو او نړيوالو مارکیټونو ته صادریږي.

د کندهار د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس انجنیرحفیظ الله سیدي وایي، د کشمشو او وڅکو د وچوونکو له پاره يې په بیلا بیلو ولسوالیو کي د خلکو په غوښتنه ۱۶۰ عصري کشمش خانې جوړي کړي دي، چي اوس په هره کشمش خانه کي له کاله دوه یا درې ځله وڅکي او کشمش وچوونکي ورڅخه ګټه اخلي.

سیدي وایي، د عصري کشمش خانو په جوړولو سره يې په کیفیت کي مثبت بدلون راغلی او په مارکېټ کي يې مینه وال ځکه زیات سوي دي، چي په یادو کشمش خانو کي د کندهار وڅکي او کشمش د نړيوال معیار سره برابري وچیږي: «لکه څنګه، چي د کندهار انار او انګور نړېوال شهرت لري، همداسي زموږ کشمش، وڅکي او ابجوشي د هندوستان او پاکستان ترڅنګ په نړېوالو مارکیټونو کي خورا ښه مینه وال لري او هرکال له دې لاري زیات عواید زموږ د وڅکو وچوونکو ته په لاس ورځي.»

Produktion von 35.000 Tonnen afghanischen Rosinen in Kandahar
انځور: DW/I. Speasaly

غمی د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د انګور یوتن باغ لرونکی دی، چي سږکال يې د خپلو دوو باغونو څخه  ۴۱ خرواره انګور ترلاسه کړي او په وینا يې چي سږکال د انګورو بازارځکه ښه ؤ، چی چنداني ناروغۍ يې نه درلودې.

د ده په خبره اووه کیلو انګور نژدې ۳۵۰ افغانۍ خرڅیدل او د یاد اندازې انګور څخه څلور کیلو وڅکي په لاس ورځي، چي که بهرنیو مارکیټونو ته ورسیږي، نو ګټه يې دوه چنده کیږي، چي دا ښه عواید دي. نوموړی له دولته غواړي، چي په دې اړه نوري اسانتیاوي هم ورته چمتو سي.

په کندهارکي د کرني کارپوه استاد جمیل احمد باور وایی، هغه مهال په کندهار کي د وڅکو او انګورو بازار نورهم غښتلی کیږي، چي د کرني ریاست د نړيوالو مرستندویه مؤسساتو سره په ګډه په لیري پرتو ولسوالیو کي هم د څیړني وروسته د عصري باغونو او کشمش خانو جوړولو ته ملا وتړي او په دې اړه کروندګرو ته نوي مشورې ورکړي، چي څنګه د انګورو او وڅکو ترویج نورهم پياوړی کړي؟

«کشمش اووڅکي د باغ لرونکو له پاره یوه ښه عایداتي سرچینه ده او له دې لاري هغه مهال کروندګرو ته ډیري پیسې په لاس ورځي، چي د کرني ریاست او د اړوندو څانګو له خوا د کروندګرو او کمشمش خانو لرونکو سره د مسلکي مشورو تر شریکولو وروسته هغوی ته منظم مارکېټ پیداکړي.»

د روغتیا پوهانو له نظره، کشمش د وېټامین ډي ښه منبع ده. د غاښونو د حفاظت او د زامو د قوي کولو لپاره ډېر فایدمند دي. کشمش د تشویش په ختمولو کې مهم رول لوبوي.

د کشمش یو بل مهم خاصیت دا دی، که غوښې ته ور اضافه کړی سي، نو د خوړو چربي ور سره کمیږي، فایبر او اوسپنه زیاتوي او د سودیم اندازه کموي. دغه خوږه مېوه د بدن د رګونو په صحیح ډول حرکت کولو کې ښه مرسته کوي.

د سترګو ډاکټران هم  کشمش د سترګو د نظر په ساتنه کې ښه مرسته کوونکي، او د سرو ممیزو زیات خوراک د هغه چا له پاره ښه دي، چې شبکوري لري.

د زړه ماهرین په دې اند دي چي که د چا د بدن اوبه زیاتېږي، نو له کشمشو څخه دې استفاده کوي، ځکه چې کشمش د بدن د اضافه اوبو په له منځه وړلو کې کارنده رول لوبولی سي.

محمد ابراهیم سپیڅلی

زموږ له آرشیف څخه: