1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کښي د ښځو د ساتني کور زندان دئ

۱۳۹۰ بهمن ۱۷, دوشنبه

په کندهار کي د ښځو د حقوقو فعالان وايي چي د مېرمنو له پاره د امن کور د نه شتون له امله ډيري مېرمني ځان وژني ته زړه ښه کوي. هغه ښځي چي په کورکي له زورزياتي سره مخامخ کیږي مجبوره دي چي و تښتي.

https://p.dw.com/p/13xgG
انځور: DW

دوى وايي که په کورونو کي د ښځو ژوند تريخ وي او هغوى د امن کورهم ونه لري نو له ځان وژني څخه پرته بله لار نه لري.

په کندهار کي د ښځو د حقونو پلوۍ شاهده حسين له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په خبرو کي وويل چي هلته د ښځو له پاره تر ټولوغټه ستونزه همدغه ده چي ښځي د امن کور نه لري.

«ښځي د امن داسي ځاى نه لري، چي پکښي و اوسي، همدا علت دئ چي د تير ژوند لرونکي مېرمني بيا اړيږي چي ځان وژنه وکړي او يا داسي ځان ورک کړي چي هيڅ ادرس ئې نه وي معلوم.»

په کندهار کي د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون کارکوونکى شمس الدين تنوير وايي چي په زندان کي له کور څخه د تښتېد لو ښځو ساتل که څه هم له قانون څخه سرغړونه ده خو د امن د کور نه شتون ددې سبب سوی دئ چي دا ډول مېرمني زندان ته ولېږي.

«دا چي په کندهار کي د ښځو له پاره د ساتني کور نسته، موږ اړيږو چي را تښتېدلي ښځي زندان ته وليږو خو دا غير قانوني کاردئ.»

د ده په خبره په کندهار کي بايد ترمخه لا داسي يو ځاى جوړسوى واى چي هلته دا ډول مېرمني ساتل کيدلاى، ځکه د قانون له مخي هغه څوک بايد زندان ته واستول سي چي قانوني جرم ئې ثابت سي.

مريمه يوه له هغو مېرمنو څخه ده چي د کورني تاوتريخوالي له امله ئې خپل کور پرې ايښى دئ، دا مهال سرګردانه په کندهار کښي د اوسېدلو په ځای پسي گرځي او وايي چي که د امن کورموجود وای ولي به ئې پر يوه او بل کور يا هم په دولتي ځايونو کي شپې سبا کولای.

«له خپل کورڅخه چي راووتم يو سړي کورته بوتلم، سهار چي له هغه ځايه راووتم بيا يوې ښځي کور ته بوتلم هلته مي څو شپې وکړې اوس دايم دلته عسکرو راوستلې يم.»

د کندهار د مېرمنو چاررو رئيسه اغلې رقيه اڅګزۍ هم د امن کور نه شتون د کندهارۍ مېرمنو په وړاندي يوه لويه ستونزه بولي او وايي چي څو مياشتي وړاندي ئې د امن کور د نه شتون له امله له خپل کور څخه تښتېدلې يوه ښځه بيرته د هغې د کورنۍ غړوته و سپارله چي هغوى بيا هغه ووژله.

د اڅګزۍ په خبره د ښځو چارو وزارت په مخکنيو کلنو کي دلته د امن کور د جوړېدلو هڅي پيل کړي وې خو د کندهار يو شمير چارواکو ويلي ول چي که د امن کورجوړسي نو بيا به ډېري ښځي له کوورنو څخه تښتي ځکه يې مخه نيول سوې وه.

کندهار د هيواد په کچه يو له هغو ولايتونو څخه دئ چي کلتوري دودونه پکښي ډېرغښتلي دي او ترمخه هم يو شمېر مېرمنو ويلي ول چي په دغه ولايت کي نا امني او ناوړه کلتوري دودونه ددوى د پوهنيز ژوند په وړاندي ستر خنډونه دي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل