1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کی د څارويو روزنه له ګواښ سره مخامخ ده ولی؟

۱۳۹۰ مرداد ۱۰, دوشنبه

د کندهار یو مالدار: کله چي ډاکترته ناجوړه غوا ورولم راته وايي هغی ستن تېره کړې يا يي دغوټو مريضي ده. کله چی ورته ووايم علاج يې وکړه! راته وايي علاج يې دلته نه کيږي، نه پوهیږم چاته مخ واړوم

https://p.dw.com/p/127vq
د غواوو روغتيایی پالنه هسی اهمیت لری لکه چی د انسانانو روغتیایی پالنه
د غواوو روغتيایی پالنه هسی اهمیت لری لکه چی د انسانانو روغتیایی پالنهانځور: AP

په کندهارکي تردوه سوه زيات بيلابيل فارمونه موجود دي چي په دې ډله کي يې ٨٠ فارمونه د غواوودي . دغواوو فارم لرونکي د دوى د محصولاتو لپاره د وړ بازار د نشتوالي ترڅنګ له یو شمیر نورو ستونزو سره هم مخامخ دی.

دوست محمد يوله دغسې فارم لرونکوڅخه دى چي په خپل فارم کي ٣٠راسه غواوې لري. دى وايي له يوې خوا د څارويومسلکي ډاکټران ياويټرنران نشته اوله بله اړخه دڅارويود خوارکي توکو بيي هم ډيرې لوړې دي .

هغه د آلمان غږ راډيو ته خپل شکایت په دی جملو سره وړاندی کړ: «دېرش غواوې دي مصرف يې ډبل دى. شيدې يې ارزانه دي من په سل افغانۍ دى، کنجاړه اووچه ډوډۍ ګرانه ده موږته څه نه پاته کيږي.»

دوست محمد شکایت کوی چی دغواوو پوه ډاکټران نسته په دې يوه مياشت کي د هغه څلورغواوې د ناروغۍ له امله مړې شوې. هغه وویل: « کله چي ډاکترته ناجوړې غواوې ورولم، وايي دې ستن تېره کړې ده يايي دغوټومريضي ده چې ورته ووايم علاج يې وکړه ، وايي علاج يې دلته نه کيږي.»

دوست محمد زياتوي کنجاړه چي د پنبه دانې څخه جوړيږي دغواوو لپاره ښه خواړه دي خواوسمهال ديوې ګونۍ بېه له ٥٠٠ پنځه سوه څخه تر ٧٥٠افغانيوپوري جګه شوې ده، چي د ده په خبره دا خورا لوړه بېه ده.

د کندهار دکرهڼې په رياست کي د مالدارۍدڅانګي مسؤل ډاکټرمحمدظاهر وايي دلبنياتود توليداوپروسيس د پرمختللوماشينونو نشتوالي د لبنياتود توليد مخه يي ډب کړې ده .

هغه وویل«دمالدارانوشيدې چې د دوکاندارانوتراندازې زياتي شي، دوکانداران يې ردوي د مالدارڅخه يې نه رانيسي.» هغه یادونه وکړه چی مالدارمجبوردى چې شيدې تويوي کړي او په دې ډول «مالدارنوته تاوان رسيږي

د مالدارو د شیدو د تولیداتو لپاره بل بازار نه شته چی هغوی تشویق سی. دنوموړي په خبره که چيري دغه شيدې په سم ډول پروسيس او واخیستل شي نومالدارهڅيږي چې خپل کاروبارته وده ورکړي.

خو د کرنې دڅانګي مسؤل له خپله اړخه داسې کومه ژمنه ونکړه چې په کندهار کې به د څاروي لرونکو د تولیداتو لپاره څه وکړي او د هغوی غوښتنی به څرنګه پوره کړي.

ویل کیږي چې که حکومت سودا ګرو او پانګه والو ته د لبنیاتو څخه د جوړیدونکو تولیداتو لپاره فابریکې جوړې کړي نو د څارویو کار و بار او ساتنه به پکښې زیاته شي.

په کندهارکي دباخترکوپراتيف پخوانى مسؤل محمدعمرساطع وايي که کندهارته د څارویو له اړخه پام زیات شي نو له هره اړخه دلته د مالدارۍ ودی ته زمینه برا بره ده . هغه وویل: « کندهارپرعمومي شاهراه باندي پروت دى،د غواوو د خوراک لپاره خام موادهم موجوددي ، د څاروی د ودی لپاره طبعیت هم مساعده دی يعني ټول لازم موا دشته که امکانات ورته چمتوشي دلته فارمونه ښه وده کولاى شي

نوموړى دفارمونو د ودې اوپرمختګ لپاره دايمي برېښنا، د کليواوښارونوترمنځ دلارو رغول او د لبنياتولپاره وړبازار را منځ ته کول اود عصري ماشينونوشتون په ګوته کوي .

له جنګ اوجګړوڅخه ترمخه په کندهارکي نه يوازي ښه ډيرلبنيات توليدیدل بلکي دغواګانو او نورو څارویو د روزنې په برخه کي هم ډېرپرمختګ شوى ؤ .

محمدابراهيم (سپېڅلى)، کندهار

کتونکی : عبدالباری حکيم