1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کې جګړو ډېري کورنۍ د ښار دننه بې ځايه کړي دي

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۰ تیر ۲۱, دوشنبه

کندهار ښار ته څيرمه جګړو په سلونو عام وګړي تپيان کړي او په ښار دننه کې په زرونو کورنۍ اړي سوي د ښار نورو برخو ته وتښتي. دوی وايي طالبانو ورته ويلي دي چي له کورونو څخه ووځي. افغان چارواکي څه وايي؟

https://p.dw.com/p/3wN7s
Afghanistan | Familien fliehen aus der Provinz Kandahar
انځور: Mohammad Ibrahim/DW

کندهار ښار د هغو سيمو اوسيدونکي چي له ښار نورو برخو ته له جګړې څخه تښتېدلي دي، وايي چي طالبانو ورته ويلي دي چي له کورونو څخه ووځي. د کندهار د ۱۳ حوزې د ميرزا احمد خان کلاچې اوسېدونکی وايي چي د دغي سيمي نژدې ټول خلک له هغه وروسته ووتل چي د جګړې لمن يې د کورونو دروازو ته ور ورسېدله.

یاده سیمه په کندهار ښار کي د امریکایانو مخکنۍ اډې ته تر ټولو نژدې سیمه ده. د امریکایانو یاده اډه د (ملاصاحب سرای) په نامه مشهوره ده، چي شل کاله ترمخه د طالبانو د مشر ملا محمد عمر کور وو.

عبدالخالق د یادي سیمي یو اوسیدونکی چي د سامانونو ډک کور يې پرې ايښي او یوازي يې د کورنۍ غړي راایستلي دي په ډېر  درد سره دويچه ويله ته وویل: «ښار نه سی ساتلای په ښه خوشحالي يې ور ایله کړئ، ولي ناحقه مسلمانان په خوږوی او بېځایه کوی؟»

بي بي خدیجه هم یوه له هغو بې ځایه سویو کندهار ښاریانو څخه ده چي د کورنۍ غړي يې په ښار کي د دوستانو پر څو کورنو وېشلي او په روان جنګ کي له دواړو غاړو غواړي چي جنګ و دروي: «طالبان دي که څه بلا، د کورونو بامونو ته مو راوختل او ټکان يې شروع کړل، نه يې موږ ته وکتل، نه یې زموږ مؤمنانو ته وکتل بس جنګ شروع سو. اوس زموږ د کور انسانان مو دلته د خپلوانو په څو کورنو کي سره تقسیم کړي دي، پر یو کور غمیږي.»

Afghanistan | Familien fliehen aus der Provinz Kandahar
کندهار: د جګړو له کبله ګډه شوې کورنۍانځور: Mohammad Ibrahim/DW

دا سپين سرې وايي، په نور څه يې سر نه خلاصیږي «یوازي سوله دا مشکل حل کولای سي.»

د کندهار امنیتي مسؤلین وايي چي له تیری شپې راهیسي يې د ډنډ او ارغنداب ولسوالیو ترڅنګ د ښار په ځينو سیمو کي هم عملیات کړي دي.

په کندهار کي د ۰۳ ځانګړې قطعې او د  ۲۰۵ اتل قول اردو  مطبوعاتي څانګي وايي چي په یادو ټولو سیمو کي يې د وسله والو طالبانو نه یوازي بریدونه پر شا تمبولي، بلکي د تصفیوي عملیاتو پرمهال يې ۶۰  وسله وال طالبان وژلي او ۱۵ ټپیان سوي دي: «زموږ عملیات روان دي او ډېر ژر به کندهار ښار او د یوشمیر  ولسوالیو څخه لا هم د جګړې لمن ور ټوله کړو.»

خو وسله وال طالبان بیا دا خبره نه مني او وايي چي په یادو ټولو سیمو کي يې ډېر پرمختګ کړی دئ.په کندهار کې څه تیریږي؟

عیني شاهدان وايي اوس هم د طالبانو لخوا د کندهار ښار د ۷، ۸، ۵، ۱۳ حوزو پر بېلا بیلو امنیتي پوستو جنګ دوام لري چي ډېر قربانیان يې عام وګړي دي.

د کندهار میرویس حوزوي روغتون امر ډاکټر محمد داود فرهاد دويچه ويله ته وویل چي په کندهار ښار کي د جګړې له پيل راهیسي تر ۱۰۰ زیات ټپیان ور وړل سوي چي اکثره يې ښځي او کوچنیان دي. د ډاکټر فرهاد په خبره د یوشمیر عامو خلکو جسدونه هم ور وړل سوي دي: «موږ د خپل هیوادوالو خدمت ته چمتو یوو، خو یوه لویه ستونزه داده چي دلته ټپیان ډير او لا هم را روان دي، خو موږ د ویني له کمښت سره مخامخ یوو.» د ده په قول، ښاریانو ته په کار ده چي د ویني د ورکړي مرسته ورسره وکړي.

Afghanistan | Familien fliehen aus der Provinz Kandahar
انځور: Mohammad Ibrahim/DW

ویل کیږي چي يو شمېر کندهار ښاریان نن میرویس حوزوي روغتون ته د ویني ورکولو له پاره ورغلي، خو ډاکټران وایي چي باید زیات خلک په دې ګټور  ګام کي برخه واخلي، ځکه جګړه لا روانه او ټپیان ور ته را روان دي.

د کندهار د کډوالو او راستنیدونکو چارو مسؤلین وايي چي په تیرو څلور ورځو کي د کندهار ښار له میرویس مېني، سرپوزې، پنجوايي دوراهي او یوشمېر نورو سیمو څخه ۵۰۰۰ کورنۍ بې ځایه سوي دي.

په کندهار ښار کي د بشري حقونو فعالان له دولته غواړي چي روانه جګړه ژر مهار کړي او کنه په کندهار ښار کي به د بې ځايي ترڅنګ د مرګ ژوبلي یو ناروین رامنځته سي چي بیابه يې مخنیوی ستونزمن وي.

زموږ له آرشيف څخه:

کونړ: د جګړو بې ځایه شوي له تریخ ژونده سر ټکوي