1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کې د انار گل مشاعره جوړه شوه

۱۳۹۱ خرداد ۱۹, جمعه

په کندهار کې سږ کال د انار ګل دوديزه مشاعره د ارغنداب ولسوالۍ د بابا ولي صاحب د مزار تر څنګ د سوونو شاعرانو، ليکوالانو او د شعر د مينه والو په ګډون د پنجشنبې په ورځ جوړه سوه.

https://p.dw.com/p/15AZq
انځور: DW

په انارګل مشاعره کي د کندهار، اروزګان، هلمند، زابل، ننګرهار، کابل، چمن، کوټې، کچلاک، پښين او نورو سيمو پر شاعرانو سر بيره د افغانستان پېژندل سوي شاعرعبدالباري جهاني هم ګډون کړی وو.

په پيل کي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس عبدالقديم پتيال په خپلو خبرو کي دا ډول مشاعرې د روښانه راتلونکې نيکمرغه زېرى وگنه.
کندهار والي توريالي ويسا هم په دې مشاعره کې گډون کړی وو. هغه وویل چي په مشاعره کي د زياتو کسانو راټوليدو ورته پخوانۍ کندهار ور په یاد کړ:

«نننۍ مشاعره په رښتیا سړي ته د پخواني کندهار د همدغه سيمي د مشهوري دوديزې ميلې شالمار يادونه را تازه کوي. هغه وخت چي موږ کوچنيان وو له خپلو کليو څخه به ورته راتلو او دلته به د ميلو بازار ګرم وو.»

په کندهار کي د انارګل دوديزه مشاعره لکه د هيواد د نورو ګلونو لکه بادام ګل، مڼې ګل، نارنج ګل، سنځل ګل، خاټول ګل په ډول هر کال د پسرلي په موسم کي جوړيږي.
په کندهار کي د انارګل دوديزه مشاعره لکه د هيواد د نورو ګلونو لکه بادام ګل، مڼې ګل، نارنج ګل، سنځل ګل، خاټول ګل په ډول هر کال د پسرلي په موسم کي جوړيږي.انځور: DW

په کندهار کي د انارګل دوديزه مشاعره لکه د هيواد د نورو ګلونو لکه بادام ګل، مڼې ګل، نارنج ګل، سنځل ګل، خاټول ګل په ډول هر کال د پسرلي په موسم کي جوړيږي.

د سږ کال انارګل مشاعره د جهاني په شعرونو سره پيل سوه. په دې مشاعره کې ډیر د کندهار د روانو چارو په اړه خبرې شوې وي.

سپين ږيري شاعر غلام نبي سعيد د شعر په ژبه له حالاتو ګيله وکړه او ویویل چې په سيمه کي روانو اوږدو جګړو هره ښادي ورته په غم لړلې ده خو دا ناخوالي هغه مهال يو مخ له منځه تلاى سي چي ټول په يوه زړه د يووالي خبرو ته غوږ ونيسو. د هغه په یوه شعر کې داسې راغلي وو:

«له ډېره وخته څه تاوان د دغه جنګ ورکوو ٭٭٭٭٭ هر انار ګل ته موږ په وينو باندي رنګ ورکوو»

مطيع کندهار بيا په هيواد کي د شهيدانو په وينو لړلي جنازې د انار له سروګلونو سره ورته ګڼي او وايي چې د شهيدانو جنازې به هغه وخت راکمي سي چي هيوادوال د نورو خلګو په ډول د پوهي لورته مخه کړي:

«سپرليه دا ځل چي راتلې زموږ شهيدان سوي وو ٭٭٭٭٭ ها دي رواني جنازې دي لکه ګل دانار»

د ننګرهار پوهنتون استاد لعل پاچا ازمون، هم د مشاعرې له برخوالو څخه وو. نوموړي استاد هم د کندهار وروستۍ ناخوالي د خپل ازاد نظم په لمن کي رانغاړلې او ویویل: «اې کندهاره! ته کومو بدو سترګو نظر کړې. ځکه ته خو تر مخه داسي نه وي لکه نن چي دي قدم په قدم ويني او ويرونه دي.»

په انارګل مشاعره کي د کندهار، اروزګان، هلمند، زابل، ننګرهار، کابل، چمن، کوټې، کچلاک، پښين او نورو سيمو شاعرانو ګډون کړی وو.
په انارګل مشاعره کي د کندهار، اروزګان، هلمند، زابل، ننګرهار، کابل، چمن، کوټې، کچلاک، پښين او نورو سيمو شاعرانو ګډون کړی وو.انځور: DW

په انارګل مشاعره کي د کندهار، اروزګان، هلمند، زابل، ننګرهار، کابل، چمن، کوټې، کچلاک، پښين او نورو سيمو شاعرانو ګډون کړی وو.
همدا رنګه له طنز څخه ډک شعرونه او تمثيلي ټوټو هم دغه فرهنگي ناسته لا پسې ښایسته کړه. عطا محمد بیاباني، يو له طنز لیکونکو شاعرانو څخه دئ، نوموړي له خپلو شعرونو سره د انار ګل مشاعره نوره هم توده او خوندوره کړه: «نه مي سته وزر چي په هوا سمه ٭٭٭٭٭ بند وي سړکان چي باندي راسمه»

په کندهار کي د انارګل دوديزه مشاعره لکه د هيواد د نورو ګلونو لکه بادام ګل، مڼې ګل، نارنج ګل، سنځل ګل، خاټول ګل په ډول هر کال د پسرلي په موسم کي جوړيږي، خو د تيرو لسو کالو راهيسي دا دوهم ځل دئ چې د انار ګل مشاعره په ارغنداب ولسوالۍ کي لمانځل کيږي.

محمد ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش