1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کندهار کې ماین او روزګان کې هوايي برید درانه تلفات اړولي

۱۳۹۸ تیر ۲۴, دوشنبه

په کندهار ولایت کې د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وايي چې د دې ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د سړک غاړې یوې چاودنې ۱۱ ملکیان وژلي او لسګونه نور بیا ټپیان دي. په روزګان کې بیا هوايي برید د طالبانو په ګډون ګڼ شمیر ملکان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/3M6TQ
Afghanistan Anschlag in Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل دویچه ویله المان ږغ ته وویل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د خاکریز ولسوالۍ د سلامۍ په سیمه کې د ملکي خلکو پرهغه مزدا ډوله موټر سوې، چي د شاه آغا زیارت ته د مېلې لپاره روان وو. په دې پیښه کې ۱۱ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د یادې قول اردو ویاند وايي چې د سړک غاړي د ماین چاودنه په یاده پیښه کې ۱۱ ملکي وګړي وژل سوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

تورن محمد صادق عیسی وویل: «دهیواد د دښمنانو لخوا د سړک پرغاړه یو کړۍ ښخ سوی ماین د ملکي خلکو پر مزدا موټر چاودلی دی، چی په دې چاودنه کي یوولس تنه وژل سوي او پنځه دیرش ټپیان دي. مړي او ټپیان زموږ د ملي اردو د سرتیرو لخوا په یاده ولسوالۍ کي نژدې کمپ ته لیږدول سوي دي.» نوموړی زیاتوي چې د وژل شوو او ټپیانو په ډله کې ښځي او ماشومان هم شامل دي.

Afghanistan Explosionen in Dschalalabad
انځور: Reuters/Parwiz

په کندهار کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسون، مدني فعالان، روڼ اندي او عام ولس د ملکي خلکو وژنه غندي او زیاتوي، چي د ملکي خلکو وژل د بخښلو نه دي. په کندهارکی د بشري حقونو فعال محمد صادق حقبین هم دغه خبره کوي او وايي، هرڅوک چې عام ولس وژني یوازې وحشت خپروي نور هیڅ نه دي.

خاکریز د کندهار ولایت او روزګان ترمنځ پرته ناامنه ولسوالي ده، چي په ځینو سیمو کي وسله وال طالبان فعال دي. تراوسه پورې د یادې پيښې په اړه چا څه نه دي ویلي خو د هیواد په جنوبي برخو او تر ډیره پورې په کندهار کې وسلوال طالبان پراخ حضور او فعالیت لري.

د اروزگان هوايي برید او اوښتي درانه تلفات

د کندهار سربیره د روزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کي د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو په پایله کي د ۱۶ ملیکانو او ۶ وسله وال طالبانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی. د روزګان د ولایتي شورا مرستیال نور محمد حقمل نن دویچه ویله آلمان ږغ ته وویل چې تیره شپه د ګیزاب ولسوالۍ د خلج په سیمه کی د شاه ګل کربلايي پر کور بهرنیو ځواکونو چاپه وهلې چې د وسلوالو طالبانو له برید سره مخ شوي دي.

Karte Afghanistan Provinz Uruzgan Englisch
انځور: DW

حقمل زیاتوي چې سمدستی هوايي ځواکونه سیمي ته رسیدلي او په هوايي بمبار کي  ۱۶ ولسي وګړي او د وسله والو طالبانو د سیمه ییز قومندان ملا عبدالحکیم په ګډون ۶ طالب جنګیالي هم وژل سوي دي. د افغانستان په جنوب کې د مېشتو نړيوالو ځواکونو ویاند جوزیف پېټون د روزګان د پیښې په هکله وايي چې د روزګان په ګيزاب کې د تيري شپې په عملياتو کې دوی برخه نه لرله.

د روزګان پخواني والي امان الله تیموري بیا ځینو رسنیو ته ویلي، چي په دې برید کي ۳۵ ملکي وګړي وژل سوي دي، چي اکثره ددوی خپلوان دي. ویل کیږي چې د ګیزاب ولسوالۍ د خلج سیمه له تیرو څو کلونو راهیسي د وسله والو طالبانو په لاس کي ده. تراوسه دیادی پيښي په اړه د روزګان امنیتي مسؤلینو او وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

ابراهیم سپیڅلی، کندهار