1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کندهار کې ځانمرگي بريد د مدرسې ۱۱ ماشومان وژلي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۰, دوشنبه

په کندهار کې ځانمرگي بريد د يوې مدرسې ۱۱ شاگردان وژلي دي. د پولیسو یوه چارواکي ويلي دي چي په دې پيښه کي د رومانيايي سرتيرو په گډون ۱۶ کسان نور ټپيان سوي دي. چارواکو د پيښي پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده.

https://p.dw.com/p/2wu6J
Karte Afghanistan Provinz Kandahar Englisch
انځور: DW

د کندهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسئول مطیع الله هلال په کندهار کي دويچه ويله ته وويل چي نن غرمه (دوشنبه ۲۰۱۸م کال د اپريل ۳۰) د دغه ولايت د دامان ولسوالۍ په ملا عبدالله کلي کي يوه ځانمرگي خپل د چاودېدونکو ډک موټر د رومانيايي ستيرو د گزمې له موټر سره ټکر او چولی دئ.

د هغه په خبره په دغه بريد کي چي يوې مدرسيې ته نژدې سوی دی د مدرسې ۱۱ زده کوونکي وژل سوي ۵ رومانيايي عسکر، ۲ افغان پوليس او ۹ ملکيان پکښې ټپيان سوي دي.

بله خوا بيا د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکتر عبدالقيوم پخلا ويلي دي چي دوی ته هم ۳ مړي او ۸ ټپيان ور وړل سوي دي، چي ټول ملکيان دي. ويل کيږي چي په ټپيانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي، چي د پيښي پرمهال پر دغه لاره د تيرېدو په حال کي ول.

د پولیسو یوه ځایي ویاند ویلي دي چې کیدای شي دغه بريد وسله والو طالبانو کړی دي. خو خپله طالبانو يا کومي بلي وسله والي ډلي تر اوسه پوري لا د دې پيښي مسئوليت منلی نه دی.