1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کې چاودنې لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل

۱۳۹۱ خرداد ۱۷, چهارشنبه

د کندهار ولایت چارواکو ویلي دي چې د دې ولایت هوایي ډګر ته نزدې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي او له ۲۰ څخه ډیر نور کسان ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/158eC
انځور: picture-alliance/dpa

دغه چاودنه د چهارشنبې په ورځ رامنځ ته شوې ده. د کندهار ولایت د پولیس مشر جنرال عبدالرازق، ویلي دي چې برید کوونکي چاودیدونکي مواد په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای کړي ول او د ناټو د اکمالاتي لاریو په منځ کې ئې هغو ته انفجار وکړ.

جنرال عبدالرازق زیاته کړې ده چې په دې پېښه کې وژل شوي ټول کسان ملکیان دي او د هغوی په منځ کې هیڅ پوځي وگړی هم نه لیدل کیږي. چارواکو ویلی دي چې کیدای شي د دې پېښې مرگ ژوبله لا پسې لوړه شي.

د کندهار د والي ویاند احمد فیصل، ویلي دي چې په دې برید کې شل تنه وژل شوي دي او ۲۲ تنه نور ټپیان دي. هغه زیاته کړې ده چې برید په یوه گڼه گوڼه سیمه کې رامنځ ته شوی دئ.

د چارواکو په خبره دغه برید د کندهار ولایت هوايي ډگر او د بهرنیو ځواکونو اډې ته نزدې تر سره شوی دئ. په دې ځای کې د امریکایانو یوه لویه پوځي اډه میشته ده چې وخت نا وخت ورباندې د طالبانو بریدونه تر سره کیږي.

ځانمرگي بریدونه، د سړک د غاړې ماینونه او په موټرو او نورو وسایطو کې د چاودیدونکو موادو ځای پر ځای کول په وروستیو کې د یاغیانو په اصلي تکتیکونو بدل شوي دي. په دغو بریدونو کې ډیر وخت ملکي کسان وژل کیږي.

ملگرو ملتونو پخپل رپوت کې ویلي دي چې یاغیان په افغانستان کې د ۷۷ سلنه ملکي تلفاتو پړه پر غاړه لري.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم