1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کې چاڼیز عملیات پیل شوي دي

۱۳۹۱ خرداد ۲۶, جمعه

د کندهار ولایت امنيتي چارواکي وايي چي په وروستيو وختو کي ئې د دې ولایت په ښار او يو شمير ولسواليو کي د شکمنو یاغیانو پر وړاندې چاڼيز عمليات په لاره اچولي دي.

https://p.dw.com/p/15FdQ
انځور: AP

د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي، دا خبرې د پنجشنبې په ورځ په يوه خبري ناسته کي وکړې. د اطرافي په خبره په وروستيو دوو اونيو کي ئې د کندهار په ښار او ليرې پرتو سيمو کي لس بيلا بيل عملياتونه، ٢٤٠ کمينونه او١٦٠ ګزمې ترسره شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چي په دې ترڅ کې ٣٨ وسلوال یاغیان وژل شوي او ٢٩ نور ژوندي نيول شوي دي. د اطرافي په خبره په دې عملیاتو کې له یاغیانو څخه یو شمیر سپکې او درنې وسلې هم لاس ته راغلي دي:

«د کندهار په ښار او شکمنو ولسواليو کي عمليات روان دي چې تر اوسه پورې پکښې ٣٨ مخالف وسلوال وژل شوي او ٢٩ ژوندي نيول شوي. په دې عملیاتو کې پر یو اندازه سپکو او درنو وسلو سربیره يو شمير موټرسايکلان هم نيول شوي دي.»

د کندهار يو شمير اوسيدونکي د عملیاتو له پیلیدو خوښ دي خو له افغان دولت څخه غواړي چي د عملياتو په جریان کې د ملکي کسانو څخه ساتنه وکړي. دغه کسان همداراز له دولت څخه غواړي چي د عملیاتو له تر سره کولو وروسته د سیمو د ساتلو له پاره هم په لازمو اقداماتو لاس پورې کړي. د کندهار ولایت یو اوسیدونکي د نوم د نه اخیستلو په شرط المان غږ ته وویل:
«په ټولوعملياتو کي د ملکي خلګو ژوند ته پاملرنه د جگړې د دواړو غاړو مسئوليت دئ ځکه د بې ګناه انسانانو وژنه په هيڅ دين اومذهب کي روا نه ده.»

«کندهار د امنیت د لیږد بهیر ته چمتو دئ»

د دې پوښتنې په ځواب کي چي ايا د کندهار امنيتي چارواکي د امنیتي مسئولیتونو د لیږد بهیر ته چمتو دي او که نه، د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي، وویل چي د دې ولایت ټول امنیتی چارواکې د امنیت د لبږد بهیر ته چمتو دي:

«زموږ ټول امنيتي ځواکونه د واک د لیږد بهیر ته کلک چمتووالى لري او په دې اړه هیڅ ستونزه نه لرو.»
په پام کي ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به ټول بهرني جنگي سرتیري له افغانستان څخه ووځي. تر دې نیټې پورې به د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

محمد ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش