1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندوز کي د ريدي گل مشاعره

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه

په کندوز کي هرکال د پسرلي ادبي او کلتوري ټولني له خوا د ريدي گل مشاعره جوړيږي او د شاوخوا ولايتونو په سوونو ځوانان برخه پکښي اخلي.

https://p.dw.com/p/14qoH
انځور: DW

جنگ د سپين سهار جسد دلته پرې ايښى
جنگ خو دلته د تيارو بلا راوړې
جنگ دى ټولو خلكو ويستى له خپل كوره
جگړه كور ته خپله ما او تا راوړې

دغه بيتونه په كندوز كې د ريدي گل مشاعرې په ترڅ كې د جگړې د غندلو په اړه د اورول شوي نظم يوه ټوټه ده، چې د مشاعرې د سوونو گډونوالو لخوا په چكچكو بدرگه شوه.

د كندوز ولايت له بېلا بېلو ولسواليو څخه د دغه ولايت مركز ته د غوايي پر ۱۵مه، په سوونو جنگ ځپلي افغانان پر شنه چمن درول شوي كېږدۍ کي راټول شوي ول، چې د ريدي گل په نامه د جوړې شوې مشاعرې د شعرونو په اورېدو، خپل تېر تريخ ژوند هېر كړي.

د كندوز اوسېدونكي، چې په تېرو دوو كلونو كې يې د ژوند ډېري شېبې جگړې ځپلي دي، د پسرلي ادبي او كلتوري ټولني لخوا د ريدي گل په مشاعره كي يې د خپلي سولي وركه لار لټوله او په همدې موخه يې شاعرانو ته په ډېره مينه واه واه كول.

نذير روحاني چې له چاردرې ولسوالۍ څخه د كندوز ښار ته، د ريدي گل مشاعرې له پاره راغلى وو، وويل، چې د تېرو دوو كلونو پرله پسې ناامنيو ورڅخه د ژوند تېرولو چل هېر كړى وو.

نوموړي، چي په څېره كې يې د سوله يز ژوند هيلي له ورايه ښكارېدې زياته كړه:

«نن ډېر خوشاله يم، نن مي د ډزو د اوازنو پر ځاى شعرونه واورېدل، خوند يې راكړ.»

Afghanistan Gedichtvortragsabend
انځور: DW

د هغه په قول، خوښ دئ، چې د ۱۳۹۱لمريز کال پسرلى يې په شور او مستۍ پيل كړ او هيله لري، چې د شعرونو له لاري د ريدي گلانو لمانځنه د دوى د ولايت له پاره د سولي زېرى شي.

د پسرلي ادبي او كلتوري ټولنې مسئولان وايي، چي دوى له تېرو شپږ كلونو راهيسي په كندوز ولايت کي د پښتو ادب د ودې په موخه د ريدي گل په نامه كلنۍ مشاعره جوړوي؛ خو تېرو دوو كلونو جگړو يې د ريدي گل په گډون نوري ادبي هڅې هم ټكنۍ كړي وې.

د دغي ټولني مرسيتال گل الرحيم نيازمن وويل، چي په كندوز ولايت كې له تېرو دوو كلونو راهيسي امنيتي حالات ډاډمن نه ول، چې دوى دي پكي په خلاص مټ فرهنگي هڅې رواني وساتي.

نوموړي زياته كړه: «د نېكمرغۍ ځاى دئ، چې سږكال د تېرو دوو كلونو په پرتله ښه برېښي، ريدي گل مشاعره هم ښه په شور وشوه، چې ډېرو خلكو پكي برخه اخيستې وه.»

د هغه په وينا، دوى هر كال د ريدي گل مشاعرې له پاره د هېواد له گوټ گوټ څخه شاعران او فرهنگيان رابولي، چې سږكال ئې هم زيات شمېر فرهنگي مېلمانه لرل.

نيازمن وويل، چې د ورته مشاعرو له لاري يې يوه موخه دا هم ده، چې د شمال شاعران او ليكوالان د هېواد له نورو اديبانو سره وپېژني او تر منځ يې اړيكي پياوړي شي.

Afghanistan Gedichtvortragsabend
انځور: DW

ريدي گل مشاعرې ته له كابل څخه راغلي مېلمه خوشال خان وويل، چي د مشاعرې له ډېرى شعرونو څخه يې خوند واخيست. نوموړي زياته كړه، چې ډېرى شعرونه، د سولي او وطنپالني په اړه واورول شول، چې د اورېدونكو له پاره يې ښه پيغام درلود.

د هغه په وينا د همدې مشاعرې له لاري د شمال ميشتو ډېرو پښتنو شاعرانو سره يې پېژندنه پيدا شوه، چې د خپل فرهنگي مزل له پاره يې گټور بولي.

ريدي گل مشاعره د كندوز ښار د ښاروالۍ په چمن كي سهار مهال پيل او تر ماسپښينه اوږده شوه، له مشاعرې وروسته راغلي مېلمانه د پسرلى ادبي او كلتوري ټولني لخوا كندوز ښار ته څېرمه عسقلان دښت ته د ريدي گلانو نندارې له پاره بوتلل شول.

د ريدي گلانو د نندارې په پلمه تللو فرهنگيانو ملي اتڼ او كركټ لوبه هم وكړه، چې د سيمي زيات شمېر كسان يې نندارې ته ولاړ ول. پسرلى ادبي او كلتوري ټولنه چې له ۱۳۸۴لمريز كال را هيسي په كندوز ولايت كې د پښتو ژبي او ادب د بډايني له پاره كار كوي او سربېره پر دې، چي د هر كال پسرلى د ريدي گل مشاعرې په پلمه لمانځي، د ځوان كول د روزني په موخه اوونيزي ادبي ناستي هم كوي.

ايلم خان بلخي/ کندوز
کتونکی: نجيب الله زيارمل