1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندوز کي له يوې پېغلي څخه سر پرې سوی دئ

۱۳۹۱ آذر ۹, پنجشنبه

په کندوز ولايت کي تر هغه وروسته له يوې پنځلس کلني نجلۍ څخه سر پرې سوی دئ، چي د خپلو دوستانو له ډلي څخه له يوه سره ئې له واده کولو څخه ډډه وکړه. ځايي پوليسو ويلي دي، چي د دغي پېغلي نجلۍ د قتل په تور ئې دوه تنه نيولي دي.

https://p.dw.com/p/16sLQ

د کندوز ولايت د پوليسو وياند سيد سرور حسينی، ويلي دي، چي د گيسا په نامه دغه پېغله د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۸) په امام صاحب ولسوالي کي خپل د خاله د زوی له خوا وژل سوې ده او بيا سر ځني پرې سوی دئ.

د حسينی په خبره دغي نجلۍ په سيمه کي له يوې ويالې څخه کور ته اوبه وړلې، چي دوې کسانو حمله ورباندي کړې ده او له هغې څخه ئې سرپرې کړی دئ: «دوو نارينو پر هغې باندي حمله کړې ده او په چاړه ئې د هغې غاړه ورپرېکړې ده.»

د پوليسو وياند ويلي دي، چي د پيښي په تړاو ئې د نجلۍ د خاله زوی او يو بل تن نيولی دئ.

په کندوز کي د دويچه ويله خبريال د لوړپوړو پوليسو چارواکو په حواله وايي، چي نجلۍ د خاله له زوی سره له واده کولو څخه ډډه کړې وه.

په افغانستان کي له ښځو سره زورزياتی يوه ډېره گرمه مسئله ده. په وروستيو مياشتو کي په دغه هيواد کي له ښځو سره د زورزياتي خورا زړه بوږنونکي پيښي رامنځته سوي دي.

تيره مياشت په هرات ولایت کي له يوه ۲۰ کلني مېرمني څخه د مېړه په کور سر پرې سو. پوليسو ويلي ول، چي دغه ښځه هغه مهال ووژل سول، چي له بدلمنۍ څخه انکار کاوه.

په افغانستان کي د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ويلي دي، چي په تيره مياشت کي له ښځو سره د زورزياتي نزدې ۴۰۰۰ پيښي له دغه کمېسيون سره ثبت سوي دي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت بيا ويلي دي، چي له دوی سره ۳۵۰۰ پيښي ثبت سوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ويلي دي، چي سربيره پردې چي له ښځو سره د زورزياتي په پيښو کي ۲۸ سلنه لوړوالی راغلی دئ، په روان کال کي ډيري «بې رحمانه» پيښي رامنځته سوي دي.

د دغه کمېسيون په خبره په روان کال کي د ناموسي قتلونو شپېته پيښي له دوی سره ثبت سوي دي.

د «آکسفام» خيريه ټولني د راپور له مخي په افغانستان کي ۸۷ سلنه ښځي له فيزيکي زورزياتي، جنسي تيريو، او اجباري ودونو سره مخامخ سوي دي.

Dpa/afp/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: احمد ولي اڅکزی