1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندوز کي پر يو سړک باندي جغل اچول سوی

۱۳۸۹ بهمن ۴, دوشنبه

دغه سړک د کندز ولايت د ګلتپۍ ټولي سيمي او د کندز ښار پوري مربوط د دري سوه کورنيو سيمه ددي ولايت د مرکز سره نښلوي.

https://p.dw.com/p/Quwy
دا سړک ترکمنان له درې سوه فاميلي سره يوځای کوي
دا سړک ترکمنان له درې سوه فاميلي سره يوځای کويانځور: DW

د کندز ولايت د ښاروالۍ د اداري مديرحميدالله ناصري د دي سړک د جوړوني په اړه وايي:

« د ۱۳۸۹کال له بوديجي څخه اوسمهال ۸۶۹۷ متر سړک د جغل اندازي قرارداد د ښاروالۍ او بسم الله فيض الله شرکت تر منځ سوي دي.

د دې سړک لګښت ۵۶۷۶۰۰۰ افغاني کيږي چي د کندز ولايت د ښاروالۍ له خوا ورکول کيږي.

دا سړک د ترکمنانو له درې سوه فاميلي سره يوځای کوي، د دې تر څنګ د فاطمه الزهرا سړک دي او د شپږو ناحيو سړکونه، او همدا رنګه د ښار په نورو برخو کي سړکان دي.

ناصري وايي موږ د ښاروالۍ لخوا د سيمي د اوسيدونکو او ولايتي شورا د غړو له مشورې وروسته د پروژو په پلي کولو پيل کوو.

د کندز ښاروالۍ په تيرو کالونو کي هم ځيني پروژې د کندز اړونده سيمو کي پلي کړي دي چي په اړه يي ښاغلی ناصري وايي:

« له دوو کالونو راهيسي د ښاروالۍ له بوديجي څخه ۱.۲ کيلومتره سړک مو قير کړی، د کندز ولايت د ښاروالي چمن مو رغولي، په کومه برخه کي چي مو سړک جوړ کړی دی هلته دوه پلونه مو هم د ښاروالۍ د بوديجي څخه جورکړي دي. او همدارنګه تير کال درې لوی او دولس متوسط پلونه هم د ښارولۍ له بوديجې څخه جوړ سوي او ښاريان تري ګټه اخلي.»

د کندز اوسيدونکي وايي: د سړکونو جوړول د دوی د مهمو اړتياو څخه دي. رحمت الله د نوموړي ولايت يو تن اوسيدونکی وايي:

« د ښاروالۍ لخوا د دې سړک جوړونه يو ښه ګام دی. د کندز ښار ډيری سړکونه د آلمان هيواد لخوا ډمبرسوي دي. خو ځيني سيمي اوس هم شته چي جوړه وني ته اړتيا لري. هليه لرو چي ښاروالي په دي برخه کي هم پاملرنه وکړي.»

د کندز اوسيدونکي ته د آلمان هيواد له خوا د اوبو رسوني يوه پروژه هم جوړه سوې چي د دې ولايت ډيری کورنۍ يې د څښاک د صحنې اوبو څخه برخه من کړي دي.

يما شيرزاد/ کندوز

کتونکی: نجيب الله زيارمل