1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کوریا نیمه ټاپو کې د امریکا نوي پوځي مانورونه

۱۳۹۶ مهر ۱۹, چهارشنبه

امریکایي بم غورځونکو الوتکو د کوریا نیمه ټاپو ته څیرمه د جاپان سمندرګي پر سر تمریناتي الوتني کړي دي. په عین وخت کې د امريکا ولسمشر دنالد ترمپ په دغه کړکیچ کې د خپلو ممکنه انتخابانو په هکله معلومات تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/2lcM6
Japanisches Meer U.S. Air Force B-1B Langstreckenbomber
انځور: Reuters/US Air Force

د شمالي کوریا له لوري د نوې توغندي او اتومي ازموینې وروسته، د متحدو ایالاتو پوځ کوریا نیمه ټاپو ته څیرمه یو ځل بیا پوځي مانورونه کړې دي. د جنوبي کوریا د پوځ د خبر له مخې دوې B-1B ډوله (بم غورځونکي) الوتکو د کوریا له جنګي جیټ الوتکو سره پوځي تمرینونه کړي دي.

متحدو ایالاتو همداراز خبر ورکړی دی چې د آرام سمندرګي په ګوام ټاپو کې د امريکا په پوځي اډه کې په پیلیدونکو شپنیو مانورونو کې به جاپاني سرتیري هم ونډه ولري. زیاته شوې ده چې دغه تمرینونه د سیمې د امنیت او ثبات له پاره د امريکا ملاتړ ښيي.

له دغو پوځي مانورونو سره سم د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ له خپلو سلاکارانو سره لیدلي، څو له شمالي کوریا سره د کړکیچ په ترڅ کې د انتخاب په هکله خبرې وشي. د رپوټونو له مخې ترمپ ته د دفاع وزیر جیمز متیس، لوی درستیز جنرال جوزف دانفورد او همداشان د ملي امنیت د ټیم د غړو له لوری د متحدو ایالاتو د امکاناتو په هکله معلومات ورکړل شوي دي.

USA Donald Trump, Joseph L. Votel, Jim Mattis, H.R. McMaster, John Kelly, Paul Selva
د متحدو ایالاتو ولسمشر له خپلو سلاکارانو سره د غونډې پر مهالانځور: picture-alliance/AP Photo/P.M. Monsivais

د امريکا متحدو ایالاتو د ولسمشرۍ مقام د معلوماتو له مخې په اصل کې دا خبره مطرح ده چې څرنګه د شمالي کوریا د تیریو پر وړاندې غبرګون وښوول شي. زیاته شوې ده چې پر دې سربیره په دې هکله هم بحثونه شوي دي چې د شمالي کوریا حکومت د امريکا او د هغه د متحدینو پر وړاندې څرنگه له اتومي ګواښونو څخه راګرځول کیدای شي. خو په دې هکله هیڅ ډول جزئیات نه دي وړاندې شوي.

د سه شنبې په ورځ په شمالي کوریا کې واکمن کمونست ګوند د خپل تأسیس ۷۲ کلیزه ولمانځله. په دې تړاو د شمالي کوریا له لوري د نورو لمسونونو اټکل کیدی، خو دغه کار و نه شو.

د شمالي کوریا هیکري برید

په عین وخت کې دا خبر هم ورکړل شوی دی چې د شمالي کوریا هیکرانو د جنوبي کوریا د پوځ محرم معلومات پټ کړي دي. د جنوبي کوریا د واکمن دیموکراتیک ګوند د پارلمان یوه غړي ویلي دي چې په دغو پټو معلوماتو کې په یوه جدي حالت کې د شمالي کوریا د مشرتابه کیم جونګ اون، د له منځه وړلو له پاره د جنوبي کوریا او امریکایي ځواکونو د ماموریت یو ګډ مخفي پلان او همداشان د شمالي کوریا د پوځي تأسیساتو په هکله معلومات شامل دي.

زیاته شوې ده چې دغه هیکري برید د ۲۰۱۶م کال په سپتمبر میاشت کې شوی دی. دا هم ویل شوي دي چې دغه هیکري یا سایبري برید تر هغه ډیر پراخه دی، د کوم په هکله چې تر اوسه جنوبي کوریا معلومات ورکوي.

په ورته موضوع زمو له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: