1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کونړ کي د غالۍ اوبدلو پروژه پرانستل سوې

۱۳۹۰ فروردین ۲۸, یکشنبه

په کونړ ولايت کي د لومړي ځل لپاره د اته څلويښت مېرمنو لپاره د قالين جوړوني نهه مياشتنی کورس جوړ سوی.

https://p.dw.com/p/RISr
يوه افغانه مېرمن د غالۍ اوبدلو په حال کښي
يوه افغانه مېرمن د غالۍ اوبدلو په حال کښيانځور: AP

د مېرمنو لپاره دا روزنيز کورس چي مالي لګښت يي د کونړ د بيارغوني ډله پي ار ټي پرغاړه دی. د کونړ د ښځو چارو رياست په هلو ځلو جوړ سوی او موخه يي د ښځو د کار زده کړه او د خپلي کورنۍ لپاره د نفقې پيدا کول دي.

دغه روزييز کورس ته د کونړ مرکز اسعد اباد اړونده سيمو مېرمني د قالين جوړوني د زده کړو ترلاسه کولو په موخه راځي.

د همدغه کورس يوه ګډون واله سپوږمۍ وايي چي، خوښ ده چي دلته يو څه يادوي او خپل وخت عبث نه تيروي.

« موږ ډير خوشحاله يو چي دلته راځو او د غالۍ اوبدلو زده کړه ترلاسه کوو ، زموږ سره دا وعده هم سوې چي له زده کړو وروسته به زموږ جوړو شويو غاليو ته بازار هم پيدا کيږي.»

د کونړ ولايت د ښځو چارو رياست د توصيې مدير بابا جان المان ږغ ته وويل چي دا نجوني به له زده کړو وروسته د خپلي کورنۍ لپاره نفقه پيدا کوي او کار به کوي.

« د کونړد څو ولسواليو او مرکز لپاره يې څو بيلابيلي پروژي چي د خياطۍ، صابون جوړوني او د ښځو لپاره د چرګانو د فارمونو جوړيده دي يا هم سرته رسيدلي او ياهم ترکارلاندي دي چي په دې سره به په کونړکي د ښځو لپاره د کار زمينې برابري شي.»

دغه زده کوونکو مېرمنو ته د شپږو استادانو لخوا زده کړي ورکول کيږي چي نهه مياشتي به دوام وکړي او ټوله پروژه يي اته څلويښت زره امريکايي ډالره ده.

د کونړځايي اوسيدونکي هم د غالۍ اوبدلو د يادي پروژې خوښي ښيي او پر دغه رياست ږغ کوي ترڅو د کونړد بې روزګاره ښځو او انجونو لپاره د کار زمينه برابره کړي.

که څه هم په کونړکي ښځوته کورنۍ د کورڅخه د باندي د کارکولواجازه نه ورکوي خو ددغه شان کورسونو چي په کليو او کورونو کي په لاره اچول کيږي له يوه پلوه به يې زده کړي وي او له بله پلو نه به يې د خپلي کورنۍ لپاره نفقه هم لاس ته راوړي وي چي د کونړ اوسيدونکي په دغه کارخوښي ښيي.

شمعه احمدزۍ/ ننگرهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل