1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په کوچنیانو کي د ځینو ناروغیو علت رواني فشارونه وي

۱۳۹۷ مرداد ۲, سه‌شنبه

کله چي کوچنیان د سر یا معدې له درد، زړه بدۍ او یا هم له ضعف حالت سره مخامخ کیږي، نو کیدای سي د هغو تر شا رواني فشار پټ وي، دا په دې معنی چي په مکتب کي درسونه د هغوی تر وس پورته وي.

https://p.dw.com/p/31zj5
Jugendliche mit Kopfschmerzen
انځور: picture alliance / Frank Rumpenhorst

یو څوک کیسه کوي، کله چي لس کلن وم، زما د معدې درد دومره شدید وو چي باید یوه اونۍ مي په روغتون کي تیره کړې وای. خو تر ډیرو معایناتو وروسته دا معلومه سوه چي له جسمي پلوه کاملاً جوړ یم. له همدې کبله له روغتون څخه تر رخصتیدو وروسته یوې روحي ډاکټري ته ولاړم هغې راته وویل چي زما دردونه رواني علت لري.

له رواني پلوه ځیني دردونه لکه د سر، معدې او یا هم زړه بدي او حتی ضعف کول جسمي ناروغۍ نه، بلکي د رواني ناروغیو نخښې دي.

د جرمني د آخن ښار د روانی ناروغیو د کلینیک مشره بیاته دالمن وايي: «زموږ کلینیک ته تر ټولو د مخه داسي کوچنیان او تنکي ځوانان مراجعه کوي چي نه غواړي مکتب ته ولاړ سي. هغه هم له دې بیري چي د درسونو له عهدې څخه ښايي سم ونه وزي. موږ داسي شاگردان لرو چي له خپل ځانه ډيري تمي لري او زیاتره يي بیا په آخره کي مایوسه کیږي.»

د پلټنو له مخي د ابتدايي مکتب، په سلو کي ۸۸ زده کوونکي په اونۍ کي څلور یا پنځه ورځي د مکتب تر څنگ نور کورسونه هم تعقیبوي. که څه هم ځیني وختونه د هغوی د ساتیري سبب هم گرځي خو کارپوهان پر کوچنیانو باندي له فشار راوستلو څخه خبرداری ورکوي.

دا طبیعی خبره ده چي والدین خپلو کوچنیانو ته د ډیرو ښو چانسونو زمینه برابروي، تر څو وروسته یې په درد وخوري. له همدې کبله هغوی ښو ښوونځيو ته استوي. آیا دا کار به دوی ته زیان ورسوي چي کم سنه ماشومان د مکتب تر څنگه د موسیقۍ، سپورت او یا نورو هنرونو کورسونه تعقیب کړي؟

بیاته دالمن د دغه شان والدینو ملاتړ کوي او وايي چي ډیر داسي میندي او پلرونه پیژني چي نه غواړي خپل اولادونه تر فشار لاندي راولي. دا زیاتوي: «موږ په داسي یوه ټولنه کي ژوند کوو چي یوازي هغه چا ته په ښه سترگه کتل کیږي چي یو څه یې کړي وي. حتی کوچنیان لا دا احساسوي.»

د رابرت کوخ انستیتوت د یوې نوي څېړني له مخي، د ۲۰ سلنه په شاوخوا کي کوچنیان او تنکي ځوانان له بیلابیلو رواني ناروغیو څخه زوریږي. د ماشومانو ډاکټر توماس فیش بخ په نظر زیاتره والدین په خپله ددې توان نه لري چي د خپلو کوچنیانو ساتنه وکړي. د مثال په ډول په کورنۍ کی دننه د انا او نیکه نشتوالی یې بل علت دی.

د آخن په روانی کلینیک کي داسي یوه څانگه سته چي یوازي په رواني ناروغیو اخته، کوچنیانو او تنکیو ځوانانو ته ځانگړې سوې ده. د دالمن په خبره له هغوی سره د مرستې له پاره موږ ته دوه شیان مهم دی او هغه دا چي موږ گورو چي د ماشوم په ماحول کي باید ځیني تغیرات راسي. د مثال په ډول یو یا دوه کاره ورڅخه کم سي تر څو زموږ ناروغان یو څه وخت پیدا کړي. له بلي خوا هغوی زموږ سره دا زده کوي چي څنگه د خپل درد سره سره، بیا هم  حد اقل دوه ساعته مکتب ته ولاړ سي.

د دالمن او فیش بخ په خبره میندي او پلرونه هم کولای سي چي د خپلو کوچنیانو له رواني ستونزو څخه په دې ډول مخنیوي وکړي چي له هغوی سره خبري وکړي، غوږ ورته ونیسي او د هغوی اندیښنې او بیره جدي ونیسي.