1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کویټه کې د افغان او پاکستاني لوړپوړو پوځي چارواکو ملاقات

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۴, جمعه

د افغان پوځ یو لوړپوړی پلاوي د پاکستان د بلوچستان ایالت کویټې ښار ته رسیدلی. په دې کتنه کې د دواړو هیوادونو لوړپوړو چارواکو د امنیت او یو شمیرو نورو موضوعاتو پر سر توافق ته رسیدلي.

https://p.dw.com/p/2x9Qt
Pakistan Quetta Sicherheitskräfte Turbat Balochistan
انځور: DW/A.G. Kakar

د ۲۰۵ قول اردو قوماندان تورنجنرال امام نظر د افغان پوځ د دغه لس کسیزه پلاوي مشري کوي. دغه پلاوي په څرخۍ الوتکه کې کویټې ته سفر کړی. له کويټې څخه د دويچه ويله د اردو ځانگي خبريال ليکي دي چې د افغان پلاوي په ډله کې د ۲۱۵ نمبر قول اردو قوماندان تورنجنرال ولي محمد او یو شمیر نور لوړ پوړي پوځي افسران شامل دي.

د پاکستاني او افغان پوځي افسرانو په دې کتنه کې د پولې د مدیریت پر سر تفصیلي او هر اړخیزه خبرې شوي او دواړو لورو پر دې توافق کړی دی چې د دوه اړخیزو همکاریو له لارې د امنیت په ټینګولو کې به د امکان ترحده هڅې کوي.

د کتنې په ترڅ کې افغان پوځي پلاوي یو ځل بیا پر خپل دغه موقف ټینګار وکړ چې افغانستان په سیمه کې د تلپاتي امنیت غوښتونکی دی او غواړي چې له خپلې خاورې داسې عناصر له منځه یوسي چې د امنیت او ثبات پر وړاندې خنډ جوړوي.

د سرچینو په حواله په دې دوه اړخیزه کتنو کې افغان پلاوي دا هم په ښکاره توګه وویل چې د سخت دریځۍ او ترهګرۍ پر وړاندې افغانستان جامع اقدامات عملي کوي او هر هغه ځواک چې د افغانستان په خاوره کې ترهګري خپروي، هغوی به خپلو موخو ته ونه رسیږي. د افغانستان پوځي پلاوي همدا راز ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان د پولې د امنیت له پاره داسې دوه اړخیزو جامع اقداماتو ته اړتیا چې پر حقایقو ولاړ وي.

په عین حال کې د پرون ورځې «۲۰۱۸م کال د مې میاشتې ۳ نیټې» په دې کتنه کې پاکستاني پوځي پلاوي بیا ویلي دي چې له افغانستان سره د پولې په خوندیتوب سره پر افغانستان سربیره به په پاکستان کې د امنیت په وضعیت کې مثبت بدلون راشي.

د چارو د شنونکو په وینا، د پولې پر سر د پاکستان او افغانستان اوسنی وضعیت او د امنیت له پاره د افغان پوځي پلاوي دغه سفر ډیر ارزښت لري. د افغان پوځي پلاوي دغه سفر داسې مهال کیږي چې حکومت طالبانو ته د یوه جامع وړاندیز په چوکاټ کې د سولې د خبرو وړاندیز کړی دی.