1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کيسونگ کي نور کار نسته

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ فروردین ۲۰, سه‌شنبه

شمالي کوريا له خپل دريځه نه پرشا کيږي. د کيسونگ صنعتي پارک ته د شمالي کوريا د ۵۰۰۰۰ کارگرو څخه يو هم کار ته نه دی تللی. په دې سره نو د جنوبي کوريا هغه شرکتونه چي هلته فعاله دي تړل سوي دي.

https://p.dw.com/p/18C8S
PAJU, SOUTH KOREA - APRIL 09: A cultivator passes by a military check point connecting South and North Korea at the Unification Bridge on April 9, 2013 in Paju, South Korea. North Korea announced it will withdraw all workers from Kaesong joint industrial complex, five days after unilaterally banning South Korean workers re-entry to Kaesong. (Photo by Chung Sung-Jun/Getty Images)
Nordkorea Konflikt Südkorea Schließung Sonderwirtschaftszone Kaesongانځور: Getty Images

شمالي کوريا له که څرنگه چي ئې اعلان کړی وو، له خپل هيواد څخه يو کارگر هم د دواړو کورياوو تر منځ جوړ سوي صنعتي پارک ته ور پرې نه ښودئ.

د جنوبي کوريا د يووالي وزير او دغه راز د شرکتونو استازي ويلي دي، چي د شمالي کوريا نزدې ۵۳۰۰۰ کارگر په ځانگړې اقتصادي سيمه کي کارونو ته نه دي تللي. د شمالي کوريا په دغه ښار کي په صنعتي پارک کي فابريکې متوقف سوي دي.

د جنوبي کوريا پر وړاندي د جنگ د نوي تهديد په برخه کي شمالي کوريا د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چي د کيسونگ له صنعتي پارک څخه به خپل ټول کارگر را وباسي.

شمالي کوريا تيره اوونۍ د دواړو کورياوو له خوا جوړي سوي ځانگړي اقتصادي سيمي ته د جنوبي کوريا د کارگرو د ورتگ مخه ونيوله.

په سيول کي د جنوبي کوريا د يووالي وزارت د معلوماتو له مخي د دوشنبې د ورځي تر ماښامه پوري له گډ صنعتي پارک څخه د دغه هيواد نزدې ۳۰۰ کارگر وتلي دي او ۴۷۵ تنه نور ځکه پاته دي، چي هغه مواد چي اوس په فابريکو کي تر کارلاندي دي بايد تمام سي.

په ۲۰۰۴ کال کي دغه صنعتي پارک د جنوبي کوريا د سرحد په لس کيلومترۍ کي د شمالي کوريا په سيمه کي جوړ سوی دئ. په کيسونگ کي د جنوبي کوريا ۱۲۳ شرکتونه توليدات لري.

دغه صنعتي پارک شمالي کوريا ته د بهرنۍ گټي راتلو له پاره تر ټولو مهمه سرچينه ده. ځکه نو کار پوهان شک لري چي شمالی کوريا به دغه صنعتي پارک اوږدمهال وتړلای سي. د دواړو هيوادونو ترمنځ دا تر ټولو ستره پروژه ده.

په رسمي توگه دواړه هيوادونه د ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۵۳ کاله پوري د ورورۍ له جنگ راهيسي د جگړې په حالت کي دي.

د شمالي کوريا نوو تهديدو ته په کتو سره جاپان هم په توکيو کي د «پيتريوت» په نوم د توغنديو دفاعي سيستم نصب کړی دئ.

د جاپان د دفاع وزارت يوه استازي ويلي دي، چي تيره شپه ناوخته د دغه هيواد دفاع وزارت ته څرمه د توغنديود دفاعي سيستم«پتيريوت» دوې دستگاوي نصب سوي دي.

دغه سيستم به د شمالي کوريا له خوا پر جاپان باندي د احتمالي توغنديو د توغولو دفاع کوي. د جاپاني رسنيو په حواله دغه هيواد په پلان کي لري چي د توکيو په دوو نورو سيمو کي هم د پيتريوت دفاعي سيستم نصب کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب