1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کينيا کي ټاکني پيل سوې

مسعود جهش (afp,reuters)۱۳۹۱ اسفند ۱۴, دوشنبه

په کینیا کې ولسمشریزې ټاکنې پیل شوې. دا د ۲۰۰۷ کال تر خونړیو ټاکنو وروسته په دې هیواد کې لومړۍ ټاکنې دي. په هغو ټاکنو کې۱۱۰۰ تنه ووژل شول. د اوسنیو ټاکنو تر پیلیدو څو دمخه په ممبوسا کې د پولیسو د وژلو خبر ورکړل شوی دئ.

https://p.dw.com/p/17plY
Kenyans wait to cast their vote at a polling station in Kibera slum in the capital Nairobi March 4, 2013. Polling stations opened up to Kenyans on Monday for a tense presidential election that will test whether the east African nation can repair its damaged reputation after the tribal blood-letting that followed a 2007 poll. REUTERS/Steve Crisp (KENYA - Tags: POLITICS ELECTIONS)
Wahlen Keniaانځور: Reuters

د کینیا په ټاکنو کې اته تنه نوماندان له یو بل سره سیالي کوي. خو تمه کیږي، چې په دغو ټاکنو کې به دوه نومدان چې لومړی وزیر رایله اودینګا او د هغه مرستیال یوهویو کینیاتا، یو له بله سره نزدې سیالي وکړي او د نورو په پرتله به ډیر رایې وګټي.

دواړو مخکښو نوماندانو ویلي دي چې د ۲۰۰۷ کال په شان به په کینیا کې تاوترخوالی رامنځ ته نه شي. په غه کال کې ټاکنې خونړۍ شوې چې په پایله کې یې ۱۱۰۰ تنه ووژل شول او ۶۰۰۰۰۰ نور کسان بېځایه شول.

په کینیا کې ډیری رای ورکوونکو تر لمر خاته دمخه د رای اچوني مرکزونو مخې ته په کتارونو کې ولاړ ول. په کینیا کې شاوخوا ۱۴ میلیونه کسان د رای اچونې شرايط پوره کوي. په دغو ټاکنو کې دغه راز د پارلمان غړي، والیان، سناتوران او د ښځو یوه ځانګړې استازې هم وټاکل.

لومړۍ وزير اودينگا د رايه ورکولو پرمهال
لومړۍ وزير اودينگا د رايه ورکولو پرمهالانځور: Reuters

ممباسا ته نزدې تاوتریخوالی

که څه هم ټولو اړخونو د سولي له پاره خپل غږ پورته کړی دی، بیا هم د ممباسا په ښار کې څو تنه پولیس د ټاکنو تر پیلیدو څو ساعته دمخه وژل شوي دي. دغه پولیس دې سیمې ته د ټاکنو د امنیت د ټینگولو په موخه استول شوي ول.

د پولیسو یوه قوماندان ویلي دي چې په دې پېښه کې پنځو تنو پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه راز د ممباسا په شمال کې هم د یوه بل يرغل د ترسره کیدو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.

د ټاکنو د دوهم پړاو د ترسره کیدو امکان

د کینیا په ټاکنو کې ښايي یو نوماند هم کافي رایې و نه ګټي او د دې ډیر امکان شته چې ټاکنې د اودینا او کنیاتا تر منځ دوهم پړاو ته وغځیږي. که ټاکنې دوهم پړاو ته وغځیږي نو د اپریل د میاشتې پر۱۱ نیټه به د ولسمشرۍ د ټاکنو په موخه رایې واچول شي.

یوه بله خبره چې د کینیا ټاکنې لا ستونزمني کوي د کنیتا او د هغه د مرستیال ویلیم روتو پر ضد په نړیواله محکمه کې دوسیې دي. پر دغو دواړو باندي تور لګول شوی دی چې د ۲۰۰۷ کال په ټاکنو کې یې تاوتریخوالي ته لمن وهلې ده.

که کنیتا ټاکنې وګټي نو کینیا کیدای شي چې څو کاله بې ولسمشره وي. تر هغه وخته پورې چې په نړیواله جنایي محکمه کې د هغه دوسیه و نه تړل شي، دی به خپل کار پیل نه شي کړای.

د سولې له پاره غږ

د کینیا ولسمشر موای کیباکي، چې اوس یې دوره پای ته رسیدلې ده پر خپلو هیوادوالو باندې غږ وکړ چې په سوله ییزه توګه په ټاکنو کې برخه واخلي.

د کینیا د ټاکنو د امنیت د ټینګښت له پاره ۹۹۰۰۰ تنه پولیس په دنده ګومارل شوي دي. د دغو ټاکنو څارنه هم د۲۶۰۰ بهرنیانو په ګډون۲۳۰۰۰ کسان کوي.