1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کينيا کي ۳۶ کارگران وژل شوي دي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ آذر ۱۱, سه‌شنبه

سره صلیب او پولیسو د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې وسله والو کسانو په کینیا کې د ډبرو په یوه معدن کې ۳۶ کارگر وژلي دي. دغه برید د کینیا په شمال ختیځ کې رامنځ ته شوی دی.

https://p.dw.com/p/1DxzF
انځور: picture-alliance/dpa

وسله والو کسانو د سه شنبې په سهار پر هغو خیمو باندي فيرونه کړي دي چې کارگر پکښې ویده ول. د کینیا رسنیو ویلي دي چې برید په مندیرا ښار کې شوی دی، چې تر دې دمخه په القاعدې پوري تړلي الشباب ډلي پکښې بریدونه ترسره کړي دي.

رسنیو او چارواکو ویلي دي چې وسله والو کسانو بیا تر دې وروسته د کارگرانو له ډلي څخه مسلمانان بیل کړي دي او د غیر مسلمان کارگرو یې یا سرونه پرې کړي دي او یا یې هم پر سر ویشتلي دي. تر دې دمخه د کینیا په همدې سیمه کې وسله والو کسانو له یوه سرویویس څخه ۲۸ کسان کښته کړي ول او بیا یې وژلي ول.

مندیرا د سومالیا پولې ته نزدې پروت دی. تر دې دمخه د دوشنبې په شپه هم د کینیا په واجیر سیمه کې ورته یو برید رامنځ ته شوی وو. دغه برید یوه بازار ته د لاسي بمونو د غوځولو په پایله کې رامنځ ته شوی وو چې په پایله کې یو کس ووژل شو او ۱۲ تنه نور ټپیان شول.

د کینیا د سره صلیب اداري ویلي دي: «زموږ ډله اوس په سیمه کې موجوده ده او د برید په اړه څیړنې کوي.» د کینیا د پولیسو ویاند زیپورا مبوروکي، دغه دواړه بریدونه تائید کړي دي او ویلي یې دي چې د تلفاتو په اړه به وروسته معلومات وړاندي کړي.

په عین حال کې د پولیسو یوه بل لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې په برید کې ۳۶ کسان وژل شوي دي. هغه ویره څرگنده کړې ده چې د یو شمیر نورو کسانو د برمته کیدو گواښ هم شته. دغه چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي: «موږ ۳۶ کسان له لاسه ورکړي دي او یو شمیر نور اوس هم ورک دي. موږ لا نه پوهیږو چې ایا هغوی برید کوونکو برمته کړي دي او که نه؟»

پر کینیا باندې له ۲۰۱۱م کال راهیسې وخت نا وخت بریدونه ترسره کیږي. پر دغه هیواد باندي بریدونو هغه وخت زور واخیست چې کینیايي ځواکونو په سومالیا کې پر افراطي ‌ډلي الشباپ باندي بریدونه وکړل.

د سه شنبې په ورځ د الشباب ډلې د ډبرو د کان پر کارکوونکو باندي د برید مسئولیت پر غاړه واخیست. دغي ډلي ادعا کړې ده چې په دې برید کې ۴۰ کسان وژل شوي دي. الشباب تر دې دمخه هم پر کینیا باندي د بریدونو پړه پر غاړه اخیستې وه.