1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کښتۍ کې سپاره سلګونه افغان مهاجر یونان ته رسيدلي

۱۴۰۰ آبان ۹, یکشنبه

د ترکيې بیرغ لرونکې يوه کارګو کښتۍ چې ۳۸۲ تنه په کې سپاره ول د يکشنبې په ورځ د یونان په يوه بندر کې په خوندي توګه لنګر واچاوه. ويل شوي چې په دغو ۳۸۲ کسانو کې تر ټولو ډير يې افغانان دي.

https://p.dw.com/p/42PB2
Griechenland Kos | Migranten von kleinem Transportschiff im Aufnahmezentrum
انځور: Hellenic Coast Guard/AP/picture alliance

دغه کښتۍ په آژه سمندرګي کې د سون موادو تر خلاصیدو دوه ورځې وروسته دې دته اړه شوه چې د خراب وضعیت يو زیګنال ولیږدوي.

د يونان د مهاجرت وزارت وايي د یادو کسانو له ډلې څخه ۶ تنه يې وروسته له هغې توقیف کړل شوي دي چې د مورات ۷۲۹ ډوله کښتۍ، د یونان د کس جزیرې بندر ته داخله کړل شوه.

پاتې نور کسان په یاده جزیره کې د رسيپشن یا د مهاجرینو د منلو یوه مرکز ته لیږدول شوي دي. د یونان د مهاجرت وزارت ویلي دي چې په دغه مرکز کې به د هغوی اړوند کاري پروسه مخته وړل کيږي او په موقتي توګه به په قرنطين کې وي.

یونان د هغو مهاجرو له پاره چې له مختلفو هیوادونو ترکيې ته راغلی او بیا له ترکيې څخه غواړي اروپا ته ځانونه ورسوي، مهم ترانزيتي هیواد دی. خو وروسته له هغې چې اروپايي اتحاديې او ترکيې په ۲۰۱۶م کال کې د مهاجرت تړون لاسلیک کړ، په دغې لاره مهاجرتونه ډیر کم شوي دي. ياد تړون اروپا ته د غیرقانوني مهاجرتونو د مخنیوي په موخه ترسره شو.

دا په داسې حال کې ده چې د همدې تیرې سه شنبې په ورځ، د هغو ۲۳ ناقانونه مهاجرینو له ډلې چې غوښتل یې د اوبو له لارې له ترکیې څخه یونان ته ځانونه ورسوي، څلور تنه یې په اوبو کې د ډوبیدو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د معلوماتو له مخې، د وژل شویو کسانو له ډلې څخه درې تنه یې ماشومان دي. د دغو کسانو لیږدونکې کښتۍ د یونان خیوس ټاپو ته څیرمه په اوبو کې ډوبه شوې وه.