1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کیف کې بیا اخ او ډب رامنځ ته شوی دی

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۲ اسفند ۱, پنجشنبه

د اوکراین په پلازمینه کیف کې د یوه اوربند پر سر د موافقې د رامنځ ته کیدو سره سره، د احتجاج کوونکو او پولیسو تر منځ اخ او ډب رامنځ ته شوی دی. د شلو څخه د زیاتو کسانو د وژل کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1BBuK
انځور: Reuters

په اوکراین کې د یوه اوربند پر سر رامنځ ته شوي توافق یوازې ۱۲ ساعته دوام وکړ. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې په پلازمینه کیف کې د آزادۍ په میدان کې د پنجشنبې په ورځ احتجاج کوونکو پر پولیسو باندې مولوتوف کوکتېلز یا بمي بوتلونه ورغورځولي دي او پولیسو په غبرگون کې د احتجاج کوونکو پر وړاندې له اوښکي بهوونکي گاز، بې حسه کوونکو لاسي بمونو او ربړي مرمیو څخه کار اخیستی دي.

د نوو تازه نښتو د رامنځ ته کیدو لږ تر مخه د دغه هیواد د روغتیا وزرات ویلي وو چې د سه شنبې د نیمې شپې څخه د پیل شوي اخ او ډب په پایله کې د وژل شوو کسانو شمیر ۲۸ تنو ته رسیدلی دی او ۲۸۷ تنه په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. اوس د پنجشنبې په ورځ د تازه نښتو په ترڅ کې ځینو خبرو آژانسو حتی د ۲۵ کسانو د وژل کیدو رپوټونه ورکړي دي.

Ukraine Maidan Proteste Bürgerkrieg Gewalt Kiew Patronenhülsen scharfe Munition
انځور: Reuters

د رویټرز خبري آژانس د ۲۱ کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکړی دی چې زیاتره برخه یې ملکي کسان جوړوي. د فرانسې خبري آژانس بیا د ۲۶ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکوي. د پولیسو له لوري په هدفمنده توگه د احتجاج کوونکو د وژلو رپوټونه هم ورکړل شوي دي. د یوه ډاکټر د وینا له مخې یوازې په میدان کې ۱۳ تنه وژل شوي دي. هغه له نوموړي خبري آژانس سره په خبرو کې زیاته کړې ده: «هر تن یوازې په یوه ډز لگیدلی دی.» د تازه رپوټونو له مخې د آزادۍ څلور لارې یا میدان کنترول بیرته احتجاج کوونکو اخیستی دی.

پارلمان او حکومتي مقر تخلیه شوی دی

د اوکراین پارلمان په وضعیت کې نوو تحولاتو ته په کتو سره د پنجشنبې او جمعې د ورځې تر سره کیدونکي غونډه لغوه کړې ده. لکه څرنگه چې د پارلمان مشر ولادیرم لېتوین خبر ورکړی دی د پارلمان ودانۍ او همداشان د حکومت مقر تخیله شوی دی.

شتاین مایر له اپوزیسیون سره لیدلي دي

د اروپایي ټولنې له لورې د اوکراین د مشرتابه پر وړاندې د ممکنه بندیزونو د وضع کولو تر مخه د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر د پولنډ او فرانسې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د وضعیت په اړه خبرې اتر کړي دي. دغه درې واړه وزیرانو کیف ته سفر کړی دی. په کیف کې د آلمان په سفارت کې د اپوزیسیون له مشرانو سره تر لیدنې کتنې د مخه شتاین مایر ویلي دي چې دوی دلته راغلي دي چې د تاوتریخوالي د ختمیدو غوښتنه وکړي.

د آلمان، فرانسې او پولنډ د بهرنیو چارو وزیران کیف ته تللي دي
د آلمان، فرانسې او پولنډ د بهرنیو چارو وزیران کیف ته تللي ديانځور: Reuters

تر دې د مخه د اوکراین ولسمشر د اپوزیسیون له مشرانو سره د یوه اوربند په رامنځ ته کیدو راضي شوی وو او د روان کړکیچ د ختمولو له پاره یې د خبرو اترو د پیلیدو خبر ورکړی وو.

د اوکراین د ولسمشرۍ پر پاڼه په خپرې شوې بیانیه کې ویل شوي وو: «د غونډې د پایلو پر اساس، ټول اړخونه د اوربند او د خبرو اترو د پیلیدو د بهیر اعلان کوي، چې موخه یې د وینې بهیدنې ختمول او په هیواد کې د سولې په خاطر په وضعیت کې ثبات راوستل دي.»

د اقتصادي چارو پخواني وزیر یاسینوک د «پلرني گوند» په نوم په انټرنیټ پاڼه کې په خپرې شوې بیانیه کې ویلي وو: «د میدان [د آزادۍ د څلور لارې] باندې هجوم وروړل چې د نن ورځې له پاره پلان شوي وو، نه تر سره کیږي. مؤقتي اوربند اعلان شوی دی. اصلي موخه د انسانانو د ژوند ژغورل دي.»

د اروپا فشار

د چهارشنبې په ورځ د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره یو ځای په یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس کې د اوکراین د مشرتابه پر وړاندې د هدفمندو بندیزونو د لگولو خبره کړې ده.

د پنجشنبې په ورځ د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، به د فرانسې او پولنډ د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په گډه اوکراین ته سفر وکړي.

د اروپایي ټولنې د شورا د مشر هېرمن فان رمپوي د وینا له مخې په بروکسل کې به د پنجشنبې په ورځ بیړنۍ خبرې اترې تر سره شي، تر څو په اوکراین کې د تاوتریخوالي د مسوولو کسانو پر وړاندې د «هدفمندو اقداماتو پر تر سره کولو غور وشي.»

د اوکراین د کړکیچ په اړه د امریکا متحده ایالاتو تبصره

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، اوربند د «پرمختگ له پاره د هرکلي» په توگه عنوان کړی دی، خو ویلي یې دي چې سپینه ماڼۍ به وضعیت له نزدې څخه څاري.

په عین حال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ناوخته ویلي دي چې دوی د اوکراین پر ۲۰ حکومتي چارواکو باندې د ویزې بندیز لگولی دی. د هغوی په اړه داسې فکر کیږي «چې د سیاسي زور زیاتي په تړاو د بشري حقونو څخه د سرغړونې مسوولیت لري.»