1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کینیا کې قومي جگړو ۴۸ تنه ووژل

۱۳۹۱ شهریور ۲, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15vJh

په کینیا کې د قومي نښتو له کبله د چهارشنبې په ورځ لږ تر لږه ۴۸ کسان ووژل شول.

د وژل شوو کسانو په ډله کې ډیری ښځې او ماشومان شامل ول.

دغه نښتې د کینیا له پلازمینې نایروبي څخه ۳۰۰ کیلومتره لیري په یوه کلي کې رامنځ ته شوي دي.

که څه هم تر اوسه پوره معلومه نه ده چې وروستۍ نښتې ولي رامنځ ته شوي دي خو تر دې مخکې تل سیمه ییزو اوسیدونکو د اوبو پر سره له یوبل سره جګړې کړي دي.

په یوې بلې پېښې کې د چهار شنبې په ورځ دوه تنه الماني سیلانیان او دوه کینیایي پیلوټان په دې هیواد کې د الوتکې د رالویدو له کبله وژل شوي دي.