1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ګلران ولسوالۍ کي يو ښوونځی جوړيږي

۱۳۸۹ آذر ۲۴, چهارشنبه

د دی ښوونځی د ودانی لپاره څلور جریبه ځمکه د ولس لخوا ورکړل شوه ، او د ودانی کاریی د ۲ملیونه افغانیو په لګښت د ملی پیوستون د پروګرام او ۱۰فیصده د خلکو په ونډي سره ترسره کیږی.

https://p.dw.com/p/QcIY
« ددی پروژی کار دولسي خلکوله نظارت لاندي يوه افغان ساختماني شرکت ته ورکړل سوی»
« ددی پروژی کار دولسي خلکوله نظارت لاندي يوه افغان ساختماني شرکت ته ورکړل سوی»انځور: DW

دغه ښونځي ته د وداني د بنسټ ډبره دسيمه ايزو مشرانو په حضورد معارف د مسولينو له خوا د هرات شمال لوديز١٤٠کلومتري کښی د ګلران ولسوالي د جان کلي کي کيښول شوه.

د هرات د ښووني رياست وياند استاد کامران تقوی وويل: د اړونده ښونځي زده کونکو تيرمهال په لوڅ ميدان زده کړي کولي چه تر دي وروسته به يي دا ستونزه حل شی.او د مسلکي ښونکو د کمښت ستونزي ته به يي هم د حل لاري چاري ولټول شي.

«د ګلران ولسوالي خلک هم لکه د نورو ګڼو سيمو په څيرد مسلکي ښوونکي اوزده کړي مناسب ځاي د نه شتون څخه شکايت کوي»

دلته لاهم اجيرمعليمن درس ورکوي اوحکومت د مسلکي ښونکود تربيي پروګرام ګړندي کړي، هيله ده راتلونکي کي به دا مشکل حل شي."

د جان د کلي د لومړنيو زده کړو ښوونځي ته په يوه پوړکي وداني جوړيږي لس درسي او٤ اداري خوني به ولري د تشنابونواو پاکواوبوپر سيستم سربيره به ټول اړين امکانات پکي چمتو شي تقوي وويل:

« ددی پروژی کار دولسي خلکوله نظارت لاندي يوه افغان ساختماني شرکت ته ورکړل شوي دي دتړون له مخي به ١٠مياشتوکي ګټي اخيستني ته پريښول شي.»

دسيمي هغه يوشميرزده کونکو سره چه( دويچه ويله) المانِ غږ راډيوخبري وکړي دنوي وداني په جوړښت خوښ وه، خو له تيرمهاله يي د ګڼ ربړو ګاللو شکايت لاره.

د سيمي يوه ښونکي ګلنبي هم وويل:« د زده کړي لپاره د مناسب ځاي شتون يوضرورت دي دنشتوالي په صورت کي يي زده کړه دماشومانولپاره مشکله تماميږي.

په ګلران ولسوالي کي اوس مهال د٣٠ زره زده کونو په شته والي ٣٢بابه ښونځي شته چه له ٣ څخه يوه برخه يي د ښونځي وداني لري، نور ټول زده کونکي يي په لوڅ ډګر يا کرايي کزرونو کي زده کړي پر مخ بيایی .

د مامورينو په وينا دغه خلک د روغتيايي مشکلاتو ترڅنګ نور ګڼ شمیر ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

د جان د کلي ښونځي وداني ته خلک خوښ دې او په نورو ولسواليو کي يي هم حکومت څخه د ورته پروګرام هيله لرله.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل