1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ګوانتنامو کي په لومړی ځل محکمه پيليږي

۱۳۸۷ تیر ۳۱, دوشنبه

دغه محکمه لومړی د اوسامه بن لادن موټرچلونکی سليم همدان تر محاکمې لاندي نيسي،نوموړی د تروريزم سره په مادي مرسته تورن دی.خو هغه دا تورونه ردوي

https://p.dw.com/p/EgH7
د القاعدې شبکې مشر اوسامه بن لادن
د القاعدې شبکې مشر اوسامه بن لادنانځور: AP

دسليم احمد همدان دتيرو وختونوپه اړه دوه رکمه خبري کيږي خپله 37 کلن همدان وايي چي دی چي په يمن کي زيږيدلی دی يوعادي موټروان و، چي اوسامه بن لادن يې ديوه ځای څخه بل ځای ته بيوی، ده د اوسامه موټرواني ددې لپاره کوله چي پيسې يي پکاروې. ولي څارنوال بيا بل څه وايي، هغه وايي چي، دبن لادن موټروان اومعتمد سړی او د هغه سر ساتونکی و ده د ترهګرو په کمپونوکي تعليم کړی دی، او وسلې يې وړي راوړي او د بن لادن سره يي په تيښته کي مرسته کړې ده. او وايي چي دی د دسيسو دجوړولو او د تروريز سره دمادي مرستي کولوله امله ګناه کاردی.

په رسم کي کيڼ خواته ناست سليم همدان د خپلو ملګرو سره
په رسم کي کيڼ خواته ناست سليم همدان د خپلو ملګرو سرهانځور: AP

همدان، د2001 کال دنوامبر په مياشت کي په افغانستان کي ونيول سو او د لومړيو کسانو په ډله کي و چي ګوانتناموته وليږل سو.سر د نن څخه دامريکا دمتحده ايالاتو پوځي قاضي کايت الرد هڅه کوي چي، په ګوانتنامو کي دلومړۍ محاکمې په ترڅ کي د تروريزم سره دهمدان، دلاس لرلو په هکله واقعيت ميدان ته راوباسي.

دبن لادن ددې پخواني موټروان نوم په 2006 کال کي مشهوره سو. هغه مهال دده ددفاع وکيل ستري محکمې ته دهغوپوځي محاکمو پر ضد شکايت وکړی چي نن دنوموړي په مورد کي عملي کيږي.

دامريکا دمتحده ايالاتو تر ټولو لوړي قضا پر دې باندي غور کوی چي آيا« دتروريزم په وړاندي جګړه کي» د امريکا دجمهور رييس لخوا جوړه سوې ځانګړې پوځي محکمه د ملکي محاکمو ځای نيولای سي اوکه نه.

د ګوانتنامو يو بندي تحقيق ته بيول کيږي
د ګوانتنامو يو بندي تحقيق ته بيول کيږيانځور: Roadside Attractions

په2006 کال کي شتيفن برير چي د امريکا دمتحده ايالتونو د لويو قاضيانو له ډلي څڅه دی خپل دلايل په لنډ ډول داسي وړاندي کړل :«تاسي دجګړې دجنايتکارانو يوه ځانګړې محاکمه غواړی؟ خوداجګړه نه ده بل داچي موږ دجګړې دجنايتونو په هکله څه نه وايوځکه دا د هغه تعريف څخه چي په نړيوالو حقوقوکي دجګړې دجنايتکارانو سوی دی توپيرلري. اودريم داچي دا دجګړې دجنایتکارانو ځانګړې محاکمه نه ده ځکه چي، کم بيړنی حالت نسته، اوموږ دجګړې په ميدان کي نه يو. ملکي محاکمې دکار ښه توان لري او بل هيڅ يوه پوځي قوماندان داسي ځانګړې محکمه نه ده جوړه کړې چي له تاريخي موقعيتونوسره موازات ولري».

په 2006 کال کي دستري محکمې قاضيانو پريکړه وکړه چي دګوانتنامو پوځي ځانګړې محکمه د اساسي قانون سره سمون نه لري. دستي دبوش حکومت دقانون يوه مسوده وړاندي کړه چي بيا کار ورباندي سوي و.اوکانګريس هغه تصويب کړه، د هغه له مخه ځانګړي محاکمې له نظري پلوه بيا ممکني وې. خوهمدا څو اونۍ دمخه ستري محکمې بيا يوبل غوڅ او پريکړنده حکم وکړی، چي د هغه د مخه په ګوانتناموکي ټول پاته270 تنه بنديان حق لري چي دخپلو نيول کيدو په اړه د غور لپاره ملکي محاکموته مراجعه وکړي.

د امريکا جمهوررييس جورج ډبليو بوش
د امريکا جمهوررييس جورج ډبليو بوشانځور: dpa

جمهور رييس بوش تيره اونۍ پر دې باندي نيوکه وکړه او ويي ويل:«موږ تراوسه هم پر دې باندي غور کوو چي دا فيصله چي زما په نظر سمه نه ده څه اغيزي لرلې موږ د کنا ګريس سره په ګډه هڅه کوو چي دګوانتنامو دپيچلي وضعي لپاره د حل يوه لاره پيداکړو. خو زما نظر اوس هم داسي دی لکه دپخوا په شان ،چي يا موږ دغه بنديان د هغو هيوادونوته ليږو، او يا داچي محاکمه کوويې. يوازي دستري محکمې ددې نوي حکم له امله بايد هغه ته يوه لاره پيدا کړو.»

دهمدان د دعوا وکيلانو تيره اونۍ هڅه کوله چي د دې حکم پر اساس د ده محاکمه وځنډوي. خو دوی د واشنګتن دیوې ايالتي محکمې دحکم له امله ناکامه سول.

د نوموړي محکمې قاضي ويلي دي چي، همدان وروسته تر محاکمه کيدوهم دخپل نيول کيدو پر ضد عريضه کولای سي. نوپه دې ډول نن دګوانتنامو په عدلي کمپ کي لومړۍ محاکمه پيليږي.

د دفاع د وکيلانو د وينا له مخه ښايي په دې محاکمه کي د هغو اسنادوڅڅه هم کار واخستل سي، چي اجازه يې نسته. د مثال په ډول ښايي داسي اسناد وړاندي سي چي له مخه يي په 2003 کال کي همدان، په پرله پسې توګه 50 ورځي خوب ته نوي پريښول سوی اوپه دې ډول اقرار ځني اخيستل سوی وي.

دهمدان د دفاع وکيلان غواړي چي د هغه څخه ددفاع لپاره د القاعدې ګماني لوړ پوړی کس خالدشيخ محمد شهادت ورکړي. خالد شيخ محمد د2001 کال دتروريستي ګوزارو ستر طراح بلل سوی دی، چي هغه به هم سږ کال ديوې پوځي محکمې لخوا محاکمه سي.

څارنوالي په دې عقيده ده چي دهمدان په قضيه کي شهادت د امريکا ملي امنيت ته تاوان رسوي. پريکړه پوځي قاضي کوي. خونن لاپه ګوانتنامو کي حکمان ټاکل کيږي وروسته تر هغه بيا دمحاکمې دپيل کيدو ادعا لوستل کيږي. دکيوبا په ګوانتنامو کي لومړۍ پوځي محاکمه به د وړاندويني له مخه يوه مياشت دوا م وکړي.