1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ګوينيا او چاد کښي زورزياتی او جنسي تيری

۱۳۸۸ مهر ۹, پنجشنبه

په داسي حال کې چې په ګوينيا کې نوي نآرامۍ رامنځته شويدی، د حکومت مخالفينو د سې شنبې په ورځ ويلي چې « په لويديځه افريقا کې پراته د ګوينيا د پوځی حکومت سرتيرو

https://p.dw.com/p/JvfG
د ګوينياد نظامي حکومت مشر موسا داديس کمارا
د ګوينياد نظامي حکومت مشر موسا داديس کماراانځور: AP

، د حکومت د مخالفو ډلو پر يوه غونډه بريد وروړی ،او په يوه ستډيوم کې يې 157 تنه وژلی او پر ښځو يې جنسی تيری کړيدی . عينی شاهدان وايی چې سرتيرو د سې شنبې په ورځ يو ځوان هم په ګولۍ ويشتلی او د ګوليو د ويشتلو غږونه د ګوينيا په پلازمينه د کوناکری په ټوږل ښار کې اوريدل کيدل .

دغه راز د سې شنبې په ورځ د بشری حقونو ډلو وويل چې د ګوينيا په پلازمينه د کوناکری په ښار کې سرتيرو د دوشنبې په ورځ پر خلکو بريد وروړی او پر ښځو باندي يې د دوی په کورونو کې جنسی تيري کړيدی . سره له دې هم د سې شنبې په ورځ د کوناکری ډيري سيمي تړلي وې او خلک په سټديوم کې د حکومت د مخالفانو د ټکولو د خواشينۍ له امله په کورونو کې وه . مخالفي ډلي د دوشنبې په ورځ د پلازمينې په سټديوم کې سره راټولې شوي وې ،څو د پوځی حکومت د مشر موسا داديس کمارا پر ضد چې د 2008 کال د دسامبر په مياشت کې يې د قدرت واګي په لاس کې واخيستل، خپل مخالفت څرګند کړی . د حکومت دغه مشر غواړی د ولسمشرۍ هغو ټولټاکنو ته ځان کانديد کړی چې د راتلونکي زيږديز کال د جنورۍ په مياشت کې په ګوينيا کې کيږی . کمارا تر نړيوالو فشارونو لاندي هم دی چې بايد څوکۍ پريږدی .

د موسا داديس کمارا پر ضد په زرهاوو مظاهره کوونکو باندي د ډزو له امله د وژنو په خاطر، د ملګرو ملتونو سازمان، د افريقا د ټولني او اروپايي ټولنې ګواښ کړی دی.

د ګوينيا د حکومت مخالفو ډلو چې « د جمهوری غوښتونکو ځواکونو پيوستون » نوميږی، ويلی چې په لاريون کوونکو باندي د سرتيرو تر ډزو وروسته، سرتيرو د دغي عامي وژني مړي راټولول ،څو پيښه پټه وساتی .

د ګوينيا پخوانی لومړی وزير سيديا تورا چې اوس د حکومت په مخالفينو کې دريدلی ،د هغو دوو پخوانيو لومړيو وزيرانو څخه دی چې لومړی ټپي او بيا بند ته اچول شويدی . تورا وويل چې ډزي د مخالفو ډلو د له منځه وړلو لپاره يو «په خپل سر ګام» دی .

د بشری حقونو څخه د ساتني د افريقايي برخې رييس مامدی کابه وايی چې پر ښځو تيری لومړی په سټډيوم کې پيل شو.

« پوځيانو لومړی په سټديوم کې پر ښځو تيری پيل کړ. وروسته د پوليسو په ماموريتونو او او د کونلکری په نورو سيمو کې پر ښځو باندې جنسی تيري وشول . د سې شنبې په ورځ هم د تيريو د دوام رپوټ سته .»

د سره صليب يوې سرچينې ويلی چې پوځيانو امر کړی څو ټول مړي له سټديوم څخه راټول کړی او د مړو ساتلو هغه ځای ته يې يوسی چې نه پيژندل شوی مړی پکښې پراته وی، د «الفايا ديالو» پوځی اډې ته هلته چې د پوځی قوماندانی مرکز دی .

د ملګرو ملتونو د سازمان عمومی منشي په دې اړه وويل چې «د ګوينيا حکومت د مظاهره کوونکو په مقابل کي د نامتناسبې قوا له چلند څخه کار اخيستی دی . ده زياته کړه چې د زيات شمير انسانانو له وژلو، د زيات شمير ټپيانو او د ملکيتونو له خرابيدو څخه مې ټکان خوړلی دی .»

د افريقا اتحاديې په يوه اعلاميه کې ويلی دی : «پر هره خواپه بې پروايی سره ډزي چې په سلهاوو بې وسلې کسان يې وژلی او ټپيان کړی، د بشری حقونو له نورو سرغړونو سره يو ځای په کلکه غندی .»

د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو وزير خاوير سولانا د لوړ شميرکسانو د وژل کيدو افسوس کوی، او غوښتنه کوی چې د مخالفينو مشران ژرترژره خوشی کړای شی .

فرانسې هم چې يو وخت يې ګوينيا تر لاس لاندې وه، د زورزياتی دغه عمل غندلی دی . په داسي حال کې چې د امريکې متحدو ايالتونو په واشنګتن کې ويلی دی : « موږ د کوناکری د عمومی امنيت د خړپړ کيدو څخه انديښمن یو.»

کامارا د وژنو په اړه په لومړني غبرګون کې د سينيګال راډيو ته ويلی دی: « زه غواړم ګوښه شم . کله چې ماته د زورزياتيو په هکله چې شويدی، وويل شول، ډيره مې خوا بده شوه.... زه غواړم ځان ګوښه کړم ځکه زه نه غواړم د داسې يوه هيواد کنټرول په لاس کې ولرم چې هلته مخامخ کيدل او اختلاف دی .»

په چاد کې د کډوالو په کمپونو کې جنسي تيری

د بشری حقونو د ټولنې امنيستی انترنشنل د رپوټ له مخي د کډوالو په کمپونو کې حتی د مرسته کوونکو لخوا پر ښځو باندي تيری کيږی . د چاد حکومت دا تورونه ردوی .

د سوډان د جګړو له سيمو دارفور څخه د چاد ګاونډيو سيمو ته د کډوالو نجونو او ښځو په وړاندي هره ورځ د جنسي تيري خطرونه رامنځته کيږی . د بشری حقونو د چارشنبې د ورځې په خپاره شوي رپوټ کې ويل کيږی چې دوی د کليو د اوسيدونکو، د چاد دپوځيانو د خپلوانو، د نورو کډوالو او حتی کډوالو ته د مرسته کوونکو لخوا تر جنسی تيري لاندې راځي.

د چاد بې ځايه سوي کوچنيان
د چاد بې ځايه سوي کوچنيانانځور: picture-alliance/ dpa

د امنيستی د افريقې د پروګرام مرستيال تاواندا هاندورا وايي: « ډير په دې پوهيږې چې هغه ښځي او نجوني چې دکمپ څخه د باندي د سونګ د لرګو د راټولولو او يا د اوبو راوړلوته وزی، حملې او جنسی خطر يې تهديدوی . « څه شی چې خلک پرې نه پوهيږی دادی چې خپله په کمپ کې هم د ښځو لپاره لږ امنيت موجود دی .»

د ملګرو ملتونو هغې ادارې چې د دغه کمپ چاري يې پر غاړه دی، په دې باب موضعګيري رده کړه . د چاد حکومت دا تورونه ردوی چې دولتی کسانو به پر کډوالو تيری کړی وی .

فرانس پرس/ سهيلا حسرت نظيمی

کتونکي : محمد قاسم نوري