1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

د هندوانو پر عبادت ځای باندې د حملې په تور دوسیې ثبت شوي

۱۳۹۸ شهریور ۲۵, دوشنبه

د پاکستان د پولیسو په وینا د سند ایالت په ګوټکي سیمه کې وروسته له هغې یوې ډلې پر ښوونځي او مندر باندې هجوم وروړ چې يو هندو استاد اسلام ته په سپکاوي تورن شو. اوس د ځینو کسانو د نیولو خبر هم ورکړل شوی.

https://p.dw.com/p/3Pfjv
Pakistan Blasphemie Proteste gegen Mädchenschule in Lahore
آرشیف انځورانځور: Arif Ali/AFP/Getty Images

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د پاکستان په سویلي ایالت سند کې وروسته له هغې تاوتریخوالی رامنځ ته شو، چې یوه شاګرد د ښوونځي یو هندو مدیر په خپلو خبرو کې د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي تورن کړ. د زده کوونکي د پلار په شکایت پولیسو لومړنی رپوټ (اف آی آر) ثبت کړ او ونیول شو.

یاد خبري آژانس د ګوټکي سیمې د پولیسو د مشر له قوله لیکلي دي چې د قهریدلو خلکو یوې ډلې په ښوونځي کې چور او چپاول کړی او دغه ځای ته څیرمه یې مندر (د هندوانو عبادت ځای) ته زیان اړولی دی.

رویټرز د ځايي پولیسو د مشر فرخ علي له قوله لیکلي دي چې د ښوونځي مدیر د احتیاطي تدابیرو له مخې نیول شوی دی. هغه زیاته کړې ده: «داسې بریښي چې مدیر په قصدي ډول هیڅ څه نه دي کړی.»

اسوشتید پرس خبري آژانس د یوه بل ځایي جګپوړي چارواکي جمیل احمد له قوله لیکلي دي چې د نیول شوي کس څخه اسلام ته د سپکاوي په تور څیړنې کیږي.

د پاکستان د قانون پر اساس اسلام ته د سپکاوي جزا اعدام دی. که څه هم په پاکستان کې تر اوسه کوم کس په دې سزا نه دی اعدام شوی، خو ځیني وختونه داسي شوي چې د قهریدلو خلکو په لاس تورن کس وژل شوی وي.

د بشري حقونو ډلې وایي چې مقدساتو ته د سپکاوي له قانون څخه زیاتره مهال مذهبي سخت دریځي ګټه اخلي او یا یې هم انفرادي کس د خپلو شخړو د هوارولو له پاره کاروي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د شنبې او یکشنبې په ورځو رامنځ ته شوی تاوتریخوالی غندلی دی چې ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې لاس پر لاس کیږي. دغه کمیسیون پر چاواکو د بلوا د غلي کولو له پاره د اړینو ګامونو اخیستو غږ کړی دی.

د پولیسو د چارواکي جمیل احمد په وینا پر مندر باندې د حملې، د ترافیک د اخلال او د هندوانو ملکیتونو ته د زیان اړولو په تړاو یې درې کسان نیولي دي. د پاکستان د ځایي رسنیو په وینا د احتجاج کوونکو پر وړاندې دوسیې ثبت شوي دي چې ځینې پيژندل شوي او ځینې بیا نامعلومه دي.

هندوان د پاکستان د ۲۰۸ میلیونه نفوس شا او خوا ۱،۶ سلنه دي. د دغه ټولنې په زرونو غړي د سند ایالت په ګوټکي سیمه کې اوسیږي. د وروستیو رپوټونو له مخې پولیس وایي چې په سیمه کې وضعیت مخ پر عادي کیدو دی.

رویټرز، اې پي