1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په گانا کې نوی ولسمشر وټاکل شو

۱۳۹۱ مرداد ۴, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15ePB

د ګانا د جمهور رئیس جان ایوان عطا میلس، تر ناڅاپي مړینې څو ساعته وروسته، د هغه مرستیال جان دراماني مهاما، د دغه هیواد د دولتي مشر په توگه وټاکل سو. د روان کال په دسمبر کې به په ګانا کې یو نوی جمهور رئیس وټاکل سي. د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما، له میلس څخه له دې کبله ستاینه وکړه چې ده تل په ګانا کې د ولس د ژوند د ښه کیدو له پاره هڅه کوله.

د رسنیو په حواله ۶۸ کلن میلس د زړه د دریدو له امله له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړي دي. سربیره پر دې د گانا پخوانۍ ولسمشر، له ډیر وخت راهیسې د سرطان په ناروغۍ هم اخته وو.