1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په گردېز کي د پوليسو پر مرکز بريد ۳۳ کسان وژلي دي

۱۳۹۶ مهر ۲۵, سه‌شنبه

د طالبانو موټر بم او په وسلو سمبالو برید کوونکو د پولیسو پر یوه روزنیز مرکز برید وکړ او د پکتیا د پولیسو د قوماندان په ګډون یې ۳۳ پولیس ووژل او ۱۶۰ تنه نور یې ټپیان کړل. په نورو سیمو کې هم بریدونو په لسونو تنه وژلي دي.

https://p.dw.com/p/2lyix
Afghanistan Selbstmordanschlag in Gardez
انځور: Getty Images/AFP/F. Zahir

برید د پکتیا ولایت په مرکز کې د پولیسو قومانداني ترڅنګ، د پولیسو پر یوه روزنیز مرکز باندې شوی دی. چارواکو ویلي دي چې د دې برید په پایله کې د رامنځ ته شویو تلفاتو کچه تر دې هم لوړیدای شي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په پیښه کې لږ تر لږه پنځه برید کوونکي هم وژل شوي دي. درو چارواکو رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د پکتیا ولایت د امنیې قومندان هم د وژل شویو کسانو په ډله کې شامل دی. د پکتیا ولایت د عامه روغتیا ادارې مرستیال حیات الله حمیدي، ویلي دي چې په برید کې یو شمیر ملکي کسان هم وژل شوي دي.

په گردېز کي د پوليسو پر روزنيز مرکز يرغل
انځور: Reuters

طالبانو همداراز د سه شنبې په ورځ د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ پر مرکز هم برید کړی دی. طالبانو په پیښه کې له چاودیدونکو موادو ډک، د افغان پوځ نیول شوي هاموي، موټرې کارولې دي او بیا یې د ولسوالۍ په ودانۍ کې الوزولي دي.

چارواکو ویلي دي چې په دې پیښه کې لږ تر لږه ۱۵ امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ تنه نور بیا ټپیان دي. پر دې سربیره ۱۳ ملکیان هم وژل شوي او اووه تنه نور بیا ټپیان دي.

طالبانو د غزني ولایت په پیښه کې د ۳۱ امنيتي ځواکونو د وژلو او ۲۱ تنو نورو د ټپي کولو ادعا کړې ده.