1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یمن کې اوربند نافذ شو

۱۳۹۵ فروردین ۲۳, دوشنبه

په نړۍ کې نورو لویو جګړو د یمن کړکیچ تر سیورې لاندې راوستی دی. خو د بشري حقونو کارپوهان وایي چې په وروستیو کلونو کې هره ورځ ۶۰۰۰ یمنیان خپلو کلورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

https://p.dw.com/p/1IT5z
انځور: Getty Images/N.Hassan

په یمن کې په سیمه ییز وخت له تیرې شپې راهیسې اوربند نافذ شوی دی. که څه هم ویل شوي دي چې په یوه مورد کې دغه اوربند مات شوی دی، خو له دې پرته تر اوسه پورې اوربند نافذ پاتې دی.

د تعز سیمه ییزو اوسیدونکو او خبریالانو ویلي دي چې د اوربند تر نافذیدو وروسته یاغیانو د خلکو پر کورونو او پوځي اډو باندې ډزې کړې دي. په دغه ښار کې له ډیرې مودې راهیسې د حوثي یاغیانو او نورو ډلو تر منځ نښتې روانې دي.

د سوریې په شخړه کې دواړو ښکیلو اړخونو، سعودي عربستان له ملاتړ څخه برخمن دولتي ځواکونو او د ایران تر ملاتړ لاندې حوثي یاغیانو، ویلي وو چې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب رامنځ ته شوی اوربند به په پام کې نیسي. د دولتي ځواکونو یوه چارواکي جنرال محمد علي مکدشي، خبریالاتو ته ویلي وو: «موږ به د هغه [اوربند] درناوی وکړو، مګر دا چې حوثي یاغیان یې مات کړي.»

دغه اوربند په کویټ کې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د یمن په اړه د سولې خبرو اترو تر پیلیدو دمخه رامنځ ته کیږی. په دغو خبرو اترو کې به حوثي یاغیان له دولتي ځواکونو سره د سولې د شرطونو په اړه خبرې اترې وکړي.

د سعودي عربستان پر هوایي بمباریو نیوکې

د سعودي عربستان په مشرۍ په یمن کې د یاغیانو پر ضد هوایي بریدونه ډیر وخت د بشري حقونو سازمانونو او ملګرو ملتونو له نیوکو سره مخامخ شوي دي. د دې لامل دا دی چې په دغو بریدونو کې ډیر وخت ملکي وګړي وژل کیږي.

د «نارویجین ریفیوجي کونسل» مشر جن ایګلند، ویلي دي: «یو ریښتینی اوربند ښایي د دغه حیرانوونکي خو هیر شوي کړکیچ د پای په لور یو ګام وي.»

هغه زیاته کړې ده: «په یمن کې د کړکیچ وروستی کال په دې معنی وو چې هره ورځ ۶۶۱۰ کسان خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. پر دې سربیره هره ورځ ۲۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.»

سعودي عربستان له دې ویرې چې حوثي یاغیان به په سیمه کې د ایران نفوذ ډیر کړي، د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې د هغوی پر ضد هوایي بریدونه پیل کړل. که څه هم له هغه وخت راهیسې د حوثیانو پر ضد یو څه پرمختګ شوی دی، خو بیا هم دغه ډله د یمن په شمال کې له ډیر ځواک څخه برخمنه ده.

د کړکیچ په نړیواله ډله کې د یمن کارپوهه اپریل لونګلي الې، وايي چې که څه هم اوربند په اوس وخت کې کړکیچ یو څه کراروي، خو په دې هیواد کې د سولې رامنځ ته کیدو له پاره اوږده لاره په مخ کې پرته ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب