1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یمن کې اوس هم ډیر انسانان له لوږې سره مخامخ دي

۱۳۹۷ آذر ۲۰, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو په حواله په کورنۍ جګړه ځپلي هیواد یمن کې له لوږې سره د مخامخ کسانو وضعیت لا پسې خراب شوی دی. دې سازمان ویلي چې له دې وضعیت سره د مبارزې له پاره څلور میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

https://p.dw.com/p/39phr
Jemen - Hungersnot
انځور: picture-alliance/Photoshot/M. Mohammed

د ملګرو ملتونو په وینا په یمن کې ۲۰ میلیونه سړي، ښځې او ماشومان کافي خوراکي توکو ته د لاس رسي په برخه له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. په دې ترتیب په عرب ټاپو وزمه کې پروت د دغه هیواد دوه پر دریمه برخه اوسیدونکي دغه وضعیت اغیزمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو هغمږي کوونکي مارک لو کوک، په نیویارک کې وویل چې د لوږې د نوې ارزونې په پایله کې اوس ۲۴۰ زره انسانان تر ټولو لوړه، پنځمه کتګورۍ کې درجه بندي شوي دي. د هغه په خبره په راتلونکي کال کې به څلور میلیارده ډالرو ته اړتیا وي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویترش، به یي په فبروري میاشت کې په ژنیو کې د بسپنه راټولو په یوه کنفرانس کې غوښتنه وکړي.

سعودي عربستان، چې په مشري یي یو پوځي ائتلاف د یمن د حکومتي ځواکونو په پلوي پر حوثي یاغیانو بریدونه کوي یو ځل بیا د زیاتو مرستو ژمنه کړې ده. حوثي یاغیان بیا د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي.

لو کوک په دې اړه څه و نه ویل چې ولي سعودي عربستان او متحده عربي آمارات په یمن کې هم جګړه پر مخ بیایي او هم له خلکو سره مرسته کوي. هغه یوازې وویل: «موږ له ټولو مرسته کوونکو مننه کوو.»

Jemen | Humanitäre Krise
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/H. Mohammed

هغه روښانه کړه چې د یمن وضعیت به له مرسته پرته پرته تر دې هم خراب وای.

ایا د یمن جګړه پای ته رسیږي؟

د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) د نویو معلوماتو له مخې په یمن کې د کورنۍ جګړې له پیلیدو راهیسې جګړو کابو د لسو زرو کسانو ژوند اخیستی دی او تر ۶۰۰۰۰ زیات يي ټپیان کړي دي. خو کارپوهان بیا د دې جګړې تلفات تر دې ډیر لوړ بولي.

د دسمبر له شپږمې نیټې راهیسې په سویډن کې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د جګړې د ښکیلو اړخونو تر منځ د سولې خبرې اترې پیل شوي دي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، په بروکسل کې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو سره تر ملاقات وروسته وویل، که چیرې دې ته چانس ورکړل شي چې دغه کړکیچ په سوله ایز ډول حل شي نو آلمان دې ته چمتو دی چې له سیاسي او مالي لحاظه په دې بهیر کې ونډه واخلي.