1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یمن کې دوه ورځنې اوربند اعلان شو

۱۳۹۵ آبان ۲۹, شنبه

د سعودي عربستان په رهبرۍ پوځي ائتلاف غواړي چې سر له شنبه څخه یو ۴۸ ساعته اوربند نافذ کړي. دغه اوربند کیدای شي د یو شرط د پوره کیدو په صورت کې وغځول شي.

https://p.dw.com/p/2Sw1Q
Jemen Luftangriff in Houdieda
انځور: REUTERS/A. Zeyad

ټاکل شوی ده چې دغه اوربند نن (د ۲۰۱۶ کال د نوامبر میاشتې ۱۹) د سیمه ېېز وخت د غرمې په ۱۲ بجو پیل شي. دغه خبره د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د دغه هیواد د استخباراتي ادارې په انټرنټ پاڼه کې خپره کړې.

نوموړي ائتلاف د اوربند د غځولو خبره کړی، خو په دې شرط چې حوثي یاغیان هم له خپل لورې دغه اوربند مراعت کړي.

له ۲۰۱۴ کال راهیسې کورنۍ جګړه

د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر میاشتې راهیسې د یمن د سني مذهبه ولسمشر عبدالربه منصور هادي ځواکونو، د حوثي یاغیانو چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي او پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ته وفادار پاتې شویو نورو ملیشه و پر ضد جنګیږي.

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د ۲۰۱۵ کال د مارچ میاشتې راهیسې پر حوثي یاغیانو هوایې بریدونه پیل کړي دي. د ملګرو متلتونو د اټکلونو له مخې له هغه وخت څخه تر اوسه پورې د ۷۰۰۰ په شاوخوا کې انسانانو د دغو بریدونو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې اکثره یې ملکیان ول.

د دغه هیواد په میلیونونو وګړي د خوراکي توکو او څښاک د اوبو له کمښت څخه رنځ وړي. سربیره پر دې د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د کولرا، د ناروغۍ یا وبا، لومړنۍ پيښې هم لیدل شوي دي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزیر جان کېري په یمن کې له یوه بشري ناورین څخه خبره کړې.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.10.2016):