په یمن کې د القاعدې د شبکې له خوا یو برید تر سره شو
۱۳۹۱ مهر ۲۸, جمعهاعلان
د یمن په جنوب کې د القاعده د شکمنو ترهګرو له خوا په یوه برید کې د حکومتي سرتیرو لږ تر لږه نهه تنه غړي وژل شوي دي. په پېښه کې څو تنه برید کوونکي هم وژل شوي دي.
د پوځ یوه ویاند خبر ورکړی دئ چې لومړی له چاودیدونکو موادو ډک یو موټر د شوکرا د ښار په یوې پوځی قرارګاه کې وچاودید او وروسته بیا سرتیرو له لیرې څخه پر برید کوونکو باندې ډزې پیل کړې.
دغه برید ښایي د هغو بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په ځواب کې تر سره شوی وي چې په تیرو ورځو کې د القاعده پر سیمو باندې تر سره شوي دي. په دغو بریدونو کې د پنجشنبې په ورځ اوه تنه له منځه ولاړل چې په ډله کې یې د دغې شبکې یو مشر هم شامل وو. په یمن کې د القاعدې شبکه ډیره فعاله ده.