1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یمن کې لږ تر لږه ۳۱ ملکیان وژل شوي

۱۳۹۸ بهمن ۲۷, یکشنبه

د سعودي عربستان د یوې جنګي الوتکې تر را نسکوریدو وروسته د یمن په شمال جوف ولایت کې بریدونه شوي چې په پایله کې لږ تر لږه ۳۱ ملکیان وژل شوي. حوثي یاغیان د دغو بریدونو مسئولیت د سعودي په مشرۍ پوځ ائتلاف وراچوي.

https://p.dw.com/p/3Xr54
Saudi Arabien Jemen Kampfjet
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine

د شنبې ورځې (د فبرورۍ میاشتې ۱۵ نیټه) په ماښام یمن یو وار بیا د خونړیو بریدونو شاهد وو. ویل کیږي چې په دغو بریدونو کې ۳۱ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. حوثي یاغیانو ویلي دي چې د دغو بریدونو قربانیان ټول ملکي خلک دي. د دې خبر تر خپریدو پورې هیڅ کومې ډلې د دغو بریدونو مسئولیت نه دی منلی.

د ملګرو ملتونو د مرستو همغږې کونکې، میرمن لیز ګراند، په یمن کې د شنبې ورځې بریدونه وحشتناکه بللي دي. هغې ویلي دي چې په یمن کې د کورنۍ جګړې تر پیلیدو پنځه کاله وروسته هم د ښکیلو غاړو له خوا د ملکي خلکو د ژغورنې اصل نقض کیږي. دا خبر د میرمن لیز ګراند له خوا رسنیز شوی دی، په داسې حال کې چې په دغه رپوټ کې د بریدونو د عامل نوم نه دی یاد شوی.

د حوثي یاغیانو ادعا

حوثي یاغیانو اعلان کړی دی چي د دغو بریدونو مسئولیت د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف په غاړه دی. حوثي یاغیانو همدارنګه ویلي دي چې دغه بریدونه د دوی له خوا د سعودي عربستان د یوې جنګي الوتکې د رانسکورولو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

سعودي عربستان د یمن په جوف ولایت کې د خپلې جنګي الوتکې د را نسکوریدو خبر تائید کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د سعودي پوځ له خوا په خپاره شوي رپوټ کې د الوتکې د را نسکوریدو علت نه دی ښودل شوی.

سعودي پوځ پر حوثي یاغیانو تور لګولی دی چې د را نسکورې شوې الوتکې پر پیلوټ او خدمې یې له ډزو کولو سره د جګړې نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي دي.

سعودي په یمن کې د خپلو دوو پوځي افسرانو د وژل کیدو مسئولیت پر حوثي یاغیانو ور اچولی دی.

د حوثي یاغیانو ویاند محمد عبدالسلام د سعودي عربستان د جنګي الوتکې تر را نسکوریدو وروسته د یوه تویتري پيغام په ترڅ کې د خپلې ډلې د هوایې دفاع د توان په هکله خبر ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان او ډیري شنونکي د یمن په جګړه کې د ایران او د لبنان د حزب الله ملاتړ د حوثي یاغیانو د نظامي توان د پیاوړتیا په برخه کې ټاکونکی بولي.

په هغه رپوټ کې چې ملګرو ملتونو د روانې میاشتې په لومړیو کې خپور کړی دی راغلي دي چې یو شمیر جنګي وسلې او تجهیزات چې حوثي یاغیان یې په اختیار کې لري د ایران جوړ دي.

په دې رپوټ کې د یمن په جګړه کې ښکیلو خواو ته د وسلو لیږد، یمن ته د وسلو استولو له بندیز څخه ښکاره سرغړونه بلل شوې ده.

 دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص