1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کي حکومت پر ګوندي ائیتلاف ټينگار کوي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۸, دوشنبه
https://p.dw.com/p/14rHk

په یونان کي تر پارلماني انتخاباتو وروسته د حکومت په جوړولو کي د ځینو مشکلاتو انتظار کیږي. د څه د پاسه ۹۵ فیصده رایو تر شمېرلو وروسته، د نیا دیموکراتیا په نامه اوسنی ګوند د پاسکو په نامه سوسیال دیموکرات ګوند سره په ګډه د اتن په پارلمان کي د۳۰۰ چوکیو څخه ۱۵۰په لاس راوړي دي. خو دواړو ګوندونو اعلان وکړ، چي دوی به پر نورو سره په ګډه د ملي اتحاد یو حکومت جوړ کړي. د محافظه کار ګوند رئیس انتونیوس سماراس وویل، چي د هغه د پاره به د یورو په زون کي د یونان پاته کېدل ، او د اقتصادي ودي له پاره د سپما د پروګرام تعقیبول یو شرط وي. د دغو انتخاباتو ګټونکی تر ټولو د مخه هغه کوچني افراطي ګوندونه دي چي د سپما پروګرام ردوي. په پارلمان کي به په راتلونکې کي اوه ګوندونه خپل استازي ولري چي د هغو په جمله کي به د اول وار له پاره یوه فاشیستي ډله هم شامله وي.