1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کي نوی حکومت جوړیږي

۱۳۹۱ خرداد ۳۱, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15IJX

په یونان کي تر پارلماني انتخاباتو وروسته اوس درې ائیتلافي ګوندونه غواړي د چارشنبې په ورځ یو نوی حکومت جوړ کړي. د دغه هیواد صدراعظم ښايي د نیا دیموکراتیا په نامه د محافظه کار ګوند مشر انتونیس سماراس وټاکل سي. که د ده ګوند د دوو نورو ګوندونو یعني د پاسوک په نامه سوسیالیست او د دیمار په نامه چپي دیموکرات ګوند سره ائيتلاف وکړي، بیا به نو په ډېر اکثریت سره د پارلمان له ۳۰۰ چوکیو څخه ۱۷۹ اشغال کړي. دغه درې ګوندونه غواړي دا خبره ثابته کړي چي یونان به د یورو په زون کی پاته سي. علاوه پر دې دوی به د مرسته ورکونکو هیوادونو له خوا د شرایطو په اړه هم له سره سلامشورې وکړي.