په یونان کی د حکومت د جوړلو له پاره هڅي ادامه لري
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۵, دوشنبهاعلان
د یونان صدراعظم کارولوس پاپولیاس اوس هم غواړي د یوه ایتلافی حکومت د جوړلو له پاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. ده د یکشنبې په ماښام په ناڅاپي ډول وویل چې دی به د دوشنبې په ورځ د نورو ګوندونو سره خپلو خبرواترو ته ادامه ورکړي.
که دغو خبرو اترو کومه نتیجه ورنه کړه نو د جون په میاشت کې به نوې انتخابات تر سره سي. تر دې وړاندې د یونان د درو لویو ګوندونو محافظه کارانو، کیڼ اړخه رادیکالانو او سوسیالیستانو سره خبرې اترې له ناکامۍ سره مخامخ سوي وې. تېره شپه پاپولیاس د کوچنیو ګوندونو له مشرانو سره هم لیدلي وو.