1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کې د سپما د پروګرامونو په اړه ریفرندوم پیل شو

۱۳۹۴ تیر ۱۴, یکشنبه

د یونان خلک به د یکشنبې په ورځ یوې ټول پوښتنې په ترڅ کې د یورو په حوزه کې د پاتې کیدو په هکله پریکړه وکړي. پوښتنه دا ده چې آیا دوی به د پور ورکونکو د سپما پلانونه ومني او که نه.

https://p.dw.com/p/1FsuE
انځور: Reuters/Jean-Paul Pelissier

د یونان له پاره د لازیاتو مالي مرستو ورکولو په اړه د خبرو اترو تر بې پایلې پاتې کیدو وروسته په دغه هیواد کې د ټولپوښتنې غوښتنه وشوه. د یکشنبې په ورځ د یونان خلک د یوې ټولپوښتنې په ترڅ کې پریکړه کوي چې هیواد به یې د نړیوال پور ورکوونکو د ډیرې سختې سپما پروگرام ته سر ټیټ کړي او که په مقابل کې به یې مقاومت وکړي.

سحر وختي د ټول هیواد په کچه د رای گیرۍ مرکزونه پرانستل شول. لومړي وزیر الکسیس سیپراس تر وروستې شیبې پوری خلک د پيسو نړیوال صندوق، د اروپا مرکزي بانک او د اروپایې کمیسیون د شرایطو په مقابل کې د نه ځواب ویلو ته وهڅول.

د یونان د مالیې وزیر یانیس وارو فاکیس د "El Mundo" په نامه یوې فرانسوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې پور ورکونکو آڼ په «ترهگرۍ» تورن کړل. د نظر سنجیو پر اساس مخالفې او موافقې رای ډیرې سره نزدې دي.

وارو فاکیس خپل آلماني سیال ولف گنگ شویبله تورن کړ چې له کلونو راهیسې د یورو له حوزی څخه د یونان د ایستلو کوښښ کوي. وارو فاکیس له «فرانکفورته الگماین سایټونگ» آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې دغو سیاستوالو د ۲۰۱۲ کاله راهیسې روښانه کړې چې د یورو له حوزی څخه د یونان وتل ښه ګڼي.

د یونان د مالیې وزیر نیوکه وکړه چې سربیره پر دې اروپا پریکړه کړی چې د یونان پر رهبري د فشار په اچولو سره هغه تړون لاسلیک کړي چې د هیڅ چا په گټه نه دی. ډیري یونانیان فکر کوي چې د نړیوالو له خوا د سپما د ډیر سخت پروگرام په وړاندی کولو کې شویبله مهم لاس لري.

د اطریش د مالیې وزیر یورگ شیلینگ د یونان پر خلکو غږ کړی چې د نړیوالو پور ورکونکو د سپما پروگرام ته رایه ورکړي. نوموړي د «ولټ ام زونتگ» آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: «زه فکر کوم چې په پای کې ځیرکي بریالۍ کیږي ځکه د یونان خلک پوهیږي چې موضوع یوازی د اروپا راتلونکې پوری اړه نه لري بلکې د یونان او د یونان د خلکو راتلونکی هم مطرح ده.»

د یکشنبې په ورځ د لسو میلیونو په شاوخوا کې د رای ورکونې شرایط لرونکي د یوه مرستندویه پروگرام هغو مخکنیو شرطونو ته رای ورکوي چې موده یې د تیرې سه شنبې په ورځ پای ته رسیدلې. مخکې تر دې د یونان حکومت له نړیوالو پور ورکونکو سره د دغه پروگرام د تمدید په برخه کې موافقې ته نه وو رسیدلی.

اروپایې سیاستوال په پرله پسې ډول ټینگار کوي چې د دغې ټولپوښتې په ترڅ کې د سپما پروگرام ته له یو منفي ځواب سره به یونان د یورو په حوزه کې خپل غړیتوب له خطر سره مخامخ کړي. که یونان نړیوال صندوق ته د خپلو پورونو قسطونه ور نه کړي په هغه صورت کې به دغه هیواد له افلاس سره مخامخ شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب