1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کې له بنبست سره مخامخ مهاجر

۱۳۹۶ مهر ۲۸, جمعه

د یونان په ساموس ټاپو کې لمر تازه پورته شوی او پر هغو خیمو باندې ځلیږي چې مهاجر په کې ژوند کوي. د دغې ښایستې سیمې د تپو تر څنګ ولاړو خیمو ته نزدي ماشومان د کثافاتو تر څنګ په څپلیو کې لوبې کوي.

https://p.dw.com/p/2mEZi
Griechenland Flüchtlinge auf Lesbos | Algerische Flüchtlinge
انځور: DW/V. Haiges

نزدې دوه کاله مخکې تر یوه میلیون څخه ډیر مهاجر اروپا ته ورسیدل خو اوس هم د هغوی له ډلې څخه په زرهاو تنه یې په پر دې سربیره چې اروپا ته د رسیدو له پاره یې د اژه سمندر څخه له تیریدو سره خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی، بیا هم په ډیرو خرابو حالاتو کې ژوند کوي.

له کابل څخه دې سیمې ته له خپلې میرمنې سره تازه رسیدلی نوین رحیمي، وایي: «موږ تیره شپه دلته ورسیدو. په یوې وړوکې کښتۍ کې ۴۲ کسان سپاره وو.»

نوین وایي چې په افغانستان کې یې د امریکایانو له پاره د ژباړونکي په توګه کار کړی او زیاتوي: «یوه چینایي راباندې دغه خیمه په ۱۰ یورو خرڅه کړه.»

په دغه په خپل سر جوړ شوي کمپ کې نزدې ۳۰۰ افغانان، سوریایان، عراقیان او افریقایان ژوند کوي. دا په وروستیو وختونو کې له ترکیې څخه اروپا ته تازه رسیدونکو کډوالو یوه برخه ده.

۵۰۰۰ مهاجر په سپتمبر کي

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (UNHCR) په خبره یوازې په سپتمبر میاشت کې د یونان ټاپوګانو ده ۵۰۰۰ مهاجر رسیدلي دي. د فرانسې خبري آژانس د محاسبو له مخې دا د تیر کال همدې مودې په پرتله اروپا ته د رسیدونکو کډوالو په شمیر کې ۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

له دې سره په سیمه کې پر هغو مرکزونو باندې فشار راغلی دی چې کډوال په کې ساتل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې مرستندویه سازمانونه اوس په دې سیمه کې خپلې مرستې کموي.

د سپتمبر شمیرې ښيي چې په وروستیو وختونو کې یو ځل بیا اروپا ته د رسیدونکو کډوالو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی. دا ځکه چې د مهاجرو نړیوال سازمان یا IOM له خوا خپاره شوي ارقام ښيي چې د روان کال له لومړۍ میاشتې بیا د اګست میاشتې تر ۲۰مې نیټې پورې اروپا ته ۱۳۳۲۰ مهاجر رسیدلي دي. اروپا ته د راتلونکو مهاجرو په شمیر کې په داسې حال کې زیاتوالی لري چې دغې ټولنې له ترکیې سره د کډوالو پر سر یو تړون هم لاسلیک کړی دی.

نوین چې د سړې هوا له کبله دویم بلوز هم پر تن کوي، وايي: «ما چارواکو ته وویل چې زه نه غواړم دلته پاتې شم. زه غواړم لندن ته ولاړ شم، هلته مې اکا ژوند کوي.»

دغه افغان مهاجر زیاتوي: «دلته هوا ډیره سړه ده. شاور هم نه شته. وضعیت ډیر خراب دی.»

«تشنابونه نشته»

له دې پخپل سر جوړ شوي کمپ څخه یوازې سل متره لیرې د ساموس ټاپو د کډوالو د ثبت رسمي مرکز پروت دی چې په کې د خلکو ډیره ګڼه ګوڼه ده. دا ځای د ۷۰۰ کسانو ظرفیت لري خو اوس په کې تر ۲۵۰۰ ډیر کسان ژوند کوي. خبریالان نه شي کوي چې له اجازې پرته دې ځای ته دننه شي.

له کمپه بهر یوه عراقي نجلۍ سارا، د دوو او لسو کلونو تر منځ ماشومانو  ته په اشاره کولو سره وايي: «دلته تشنابونه نه شته، اوبه نه شته او ډوډۍ یې هم د وړوکو له پاره مناسبه نه ده.»

دغه نجلۍ وایي چې ساموس ته تازه رسیدونکي مهاجره هره ورځ کمپ ته ورځي چې د یو نیم لیتر اوبه او یو څه خواړه ترلاسه کړي.

ساموس ته ورته، د یونان په څلورو نورو ټاپوګانو کې ۱۱۷۲۲ مهاجر د کډوالو د ثبتولو په کمپونو کې اوسیږي. دغه مرکزونه په رسمي توګه یوازې د ۵۵۷۶ تنو ظرفیت لري.

یو روغتیایي کارکوونکي مانوس لوګوتیتس، د مهاجرت د پروسیجرونو پر پلي کولو باندې له ټینګار سره، وايي: «موږ له یوه بنبست سره مخامخ یو. دغه مهاجر باید د یونان ښارونو ته ولیږدول شي.»

د دوشنبې په ورځ یوناني چارواکو له ساموس او نور ټاپوګانو څخه د یونان په ښارونو کې پرتو کمپونو ته د تر ټولو اسیب پذیره مهاجرو د لیږد بهیر پیل کړ. په ساموس کې د UNHCR مشره اراسمیا رامانا، وايي: «شرایط دلته ډیر خراب دي. ټول له ډیر سخت وضعیت سره مخامخ دي.»

هغې زیاته کړه: «اوس نو دا د یونان دولت پورې اړه لري چې وضعیت کنترول کړي.»

یو شمیر غیر دولتي سازمانونو چې په ۲۰۱۵ کال کې یې د مهاجرو د کړکیچ له پیل سره په ساموس کې کار پیل کړی وو، لا وختي دغه سیمه پریښې ده. هغوی نورې پیسې نه لرلې چې خپل فعالیتونه تمویل کړي. په ساموس کې له مهاجرو سره د مرستو یو همغږی کوونکی بودګان اندرې، له یوه احتمالي ناروین څخه خبرې کوي او وايي: «د یونان د چارواکو له خوا یوه سیاسي پریکړې ته ژر تر ژره اړتیا شته.»

زموږ له ارشیف څخه: