1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کې مهاجرینو د نه خوړلو اعتصاب کړی

۱۳۹۶ تیر ۲۷, سه‌شنبه

د خوندي او امن ځای په بدل کې ناولی زندان: ایراني مهاجر آرش همپای د یونان په لیسبوس ټاپو کې له یوه اعتصاب سره یوځای شوی چې د موریا په کمپ کې د ژوند د خرابو شرایطو پروړاندې مظاهره کې برخه واخلي.

https://p.dw.com/p/2gjD7
Griechenland - Lesbos Flüchtlinge
انځور: Ylenia Gostoli

یو ورځ وروسته له هغه چې نوموړي خبر ترلاسه کړ چې د هغه ورور او دوه نورو پناه غوښتونکو د یونان په لیسبوس ټاپو کې د موریا په نامه په دې توقیف خونه کې د نه خوړلو اعتصاب کړی، آرش همپای هم له هغوی سره په دې مظاهره کې ورګډ شو. هغه د دې ټاپو ستر ښار کې د مایټیلیني بندر ته ولاړ او په یوه عمومي څلور لاري کې ځای پر ځای شو. هغه له ځانه سره یوه لوحه لري چې ورباندې لیکل شوي: «مهاجرین مجرمین نه دي».

اوسمهال دوه اونۍ شوي چې دغه ایرانی مهاجر لا هم په دې څلورلارې کې دی. د هغه دغه ۲۴ ساعتنه شوګیري یوازې د خپل ورور په لیدو او کله نا کله د پولیسو مرکز ته په تګ سره اخلالیږي. نړیوالو او یوناني مدني فعالان د شپې پر مهال یادې څلورلارې ته ورځي ترڅو هغه لږ خوب وکړي. همپای د جون میاشتې په وروستیو کې د توقیف خونې د نه خوړلو له اعتصاب سره د پیوستون له پاره خوراک بند کړی دی.

آرش له خپل ورور امیر همپای سره یوځای یونان ته راغلي. آرش ته پناه ورکړل شوه خو د هغه د ورور د پناه غوښتنه رد شوه. د هغه ورور امیر د میاشتو راهیسې په یونان کې د خپلې دوسیې له پاره بند پاتې دی. د آرش له پاره مهمه دا ده چې له خپل ورور سره مرسته وکړي. هغه په دې هکله وايي: «موږ دلته د دقیقاً یوه دلیل له امله راغلي یو، خو ماته پناه راکړل شوه او زما د ورور د پناه غوښتنه رد شوه.»

په پخواني زندان کې د ژوند خراب حالت

آرش تشریح کوي چې دی د خپل ورور په هکله په اندیښنه کې دی. نوموړی په داسې حال کې چې په پام سره یې د نه خوړلو د اعتصاب انځورونه برابرول وویل: «هغه ته مالګه نه ورکول کیږي. دلته زما د معاینې له پاره ډاکټر راځي. خو هلته [په توقیف ځای کې] هغوی هیڅ هم نه لري.» دغه توقیف خونه یو پخواني زندان دی چې د یوه غره پر سر د سیلانیانو او ځايي خلکو له سترګرو لیرې جوړی شوی.

د مهاجرینو پر سر د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ موافقه د ۲۰۱۶م کال په مارچ میاشت کې عملي شوه. په همدې وخت کې اروپا ته د بالکان لار هم بنده شوه له همغه وخت راهیسې، یونان خپلو ټاپو ګانو ته د نویو راتلونکو مهاجرینو په نیولو پیل وکړ او ویل کیږي چې اوس مهال په دې ټاپو ګانو کې کابو ۱۴ زره کسان بند پاتې دي.

په عین وخت کې د مهاجرینو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري یا  UNHCR وایي چې دغه شمیرې تر دې ټیتې دي. دا په داسې حال کې ده چې ترڅو چې د حکومت له لورې دوی ته یوځانګړی کارت ورنکړل شي، دغه مهاجرین له دې ټاپو ګانو څخه د بهر وتلو اجازه نه لري. د دغه راز کارت اخیستو له پاره یو مهاجر باید د میاشتو له پاره انتظار وباسي. ځینې مهاجرین بیا ادعا کوي چې دغه راز کارتونه د ۷۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ یورو په بدل کې اخیستل کیدای هم شي.

سیاسي تعقیب

په ایران کې د بشري حقونو یو فعال، انځورګر او فلم جوړوونکی آرش په خپل اصلي هیواد ایران کې د «هم یاران مهر اندیش» په نامه یو سازمان هم درلود. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د دې سازمان له لارې موږ له میرمنو، ماشومانو، افغان مهاجرینو او له بې وزله کارګرو سره بشري مرستې او ګډ کار کوو. آرش له خپل پلار څخه دغه څه زده کړي وو. کله چې آرش ماشوم وو هغه د خپل کارګر پلار مرګ چې د ایراني ملیشه پولیسو لخوا ووژل شو، ولید. آرش په خپله هم د ایران په زندان کې د امنیتي ځواکونو لخوا وهل او ډبول شوی دی او د وهلو له امله یې خپل نهه غاښونه له لاسه ورکړي.

خو د ۲۰۱۶م کال په جنوري میاشت کې هغه احساس وکړ چې اوس د اوږدې مودې د زندان څخه د تیښتې له پاره باید خپل هیواد پریږدي. آرش ترکیې ته ولاړ او هلته یې هم د مهاجرینو سره د خپلو تیرو کلونو د کارونو له امله د چارواکو توجه ځان ته جلب کړه بیا  وروسته نوموړي د تیر سپمتبر په میاشت کې د اروپا په لور حرکت وکړ. د خوندي ځای په بدل کې هغه په بدو شرایطو او د اغیزن سیم په یو کمپ کې واړوله.

دا په داسې حال کې ده چې د لیسبوس په ټاپو کې داسې مهاجرین هم شته چې د ډیرې مودې راهیسې دلته میشت دي او د موسیقی، فلمونو او یا د تلویزیون په لیدلو سره خپلې ورځې تیروي. آرش وايي: «موږ ته دلته د آزادي اجازه نه ده راکړل شوې او موږ ته د دې ځای د پریښودو اجازه هم نه راکول کیږي.»

InfoMigrants - All Rights Reserved

انفومایګرنت / خ. حکیمي