1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یوه دقیقه کې د ګرځنده تلیفون چارجیدونکې بترۍ

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۴ فروردین ۲۰, پنجشنبه

امریکایي څیړونکو یوه داسې نوې بترۍ جوړه کړی ده چې له یوې دقیقې څخه هم په کم وخت کې په بشپړ ډول چارج اخلي. د زیرکه تلیفونونو له پاره له المونیم څخه جوړه شوې دغه بترۍ له یوې خوا ارزانه او له بلې خوا دوامدره ده.

https://p.dw.com/p/1F5B0
انځور: picture-alliance/chromorange

ساینس پوهانو د ساینسي نړۍ په مشهوره جریده «دي جرنل نیچر» کې د دغه نوي اختراع په هکله توضیحات خپاره کړي دي. د څارونکو په اند له دغه نوي پرمختگ سره به په راتلونکې کې په گرځنډه تلیفونونو او لپ ټاپونو کې د لیتیم یون بترې پر ځای له المونیمي بتریو څخه کار واخیستل شي.

ویل کیږي چې دغه ډیر چټک چارج اخیستونکې المونیمي یون بترۍ، د تر اوسه پورې استعمالیدونکو لیتیمي بتریو پر پرتله ډیره زیاته محفوظه او مطئمنه ده. د لیتیم یون بترۍ ځینې وختونه چوي او په اسانې سره اور هم اخلي.

د نړۍ په مختلفو برخو کې کارپوهان په دې برخه کې د المونیم بترۍ پر جوړولو بوخت ول خو تر اوسه پورې نه وو بریالي شوې. المونیم په لږ وخت کې ډیر چارج اخیستونکې، سپک او نسبتاً د ټیټې بیې فلز دی.

د کلیفورنیا د ستنفورد پوهنتون له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د کیمیا علم یو پروفیسور ډاکټر دائې هونگجي، په مشرۍ کارکوونکي یوه ټیم ته په په تصادفي توگه دا معلومه شوه چې که د گرافیت منرال له المونیم سره یو ځای شي نو ډیر په ښه توگه کار کوي.

د دغې بترۍ د نمونې په جوړولو کې له المونیم څخه د منفي چارج له پاره استفاده شوې ده په داسې حال کې چې د گرافیک له منرال څخه د مثبت چارج له پاره استفاده شوې.

ساینسپوهان وایې چې دغه نمونوي بترۍ یې په یوه دقیقه کې دوباره چارج کړی ده. پروفیسور داکټر دائې هونگجې ویلي دي: «زموږ دغه نوې بترۍ له اور څخه په بشپړ ډول محفوظه ده. تاسې دغه بترۍ برمه کولی هم شئ.»

د دغې بترې جوړونکي ساینس پوهان ادعا کوي چې نوې بترې دوامداره او د انعطاف خاصیت درلودونکې ده. اوسنې لیتیمې بترۍ تر ۱۰۰۰ واره چارج وروسته لمنځه زي، په داسې حال کې چې نوې بترۍ تر۷۵۰۰ واره چارجیدلو وروسته هم کار کوي.

پروفیسور دائې وایې چې له دغو بتریو څخه د تجدید وړې انرژې په برقي ستیشنونو کې د انرژۍ د زیرمه کولو له پاره هم کار اخیستل کیدای شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب