1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۱۵ میاشتو کې تر یو ملیون ډیر مهاجر یونان ته رسیدلي

آژانسونه۱۳۹۴ اسفند ۲۷, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو په حواله د تیر کال له جنورۍ میاشتې څخه تر اوسه پورې یونان ته د رسیدونکو مهاجرو شمیر تر یو ملیون اوښتې دی. په همدې منځ کې په سلگونه کسان په سمندر کې ډوب شوي دي.

https://p.dw.com/p/1IEq2
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.com

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې (UNHCR) ویلي دي چې د ۲۰۱۵ کال له پیل څخه یونان ته د رسیدونکو مهاجرو شمیر تر ۱۰۰۰۰۰۰اوښتې دی. په دوی کې اکثره د سوریې، عراق او افغانستان هیوادونو اتباع دي.

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې له خوا په خپاره شوي یوه بیانیه کې راغلي دي: «له ۲۰۱۵ څخه تر اوسه پورې تر یو ملیون ډیر وگړي، کوم چې له سوریې، عراق او افغانستان څخه دي، یونان ته په ننوتلو بریالي شوي دي.»

د دغې ادارې په حواله د روان کال د جنورۍ میاشتې څخه تر اوسه پورې یونان ته د رسیدونکو مهاجرو شمیر ۱۴۳ زرو ته رسیږي. دغه کسان د ترکیې له لارې یونان ته رسیدلي دي. ډیرې مهاجر د آژه سمندر له لارې یونان ته د ځان رسولو هڅه کوي. په دې ترڅ کې په سلگونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په تیرو ۱۵ میاشتو کې په دومره لوړ شمیر کې د مهاجرو راتگ د اتن حکومت سربیره د اروپایې اتحادیې د نورو غړو هیوادونو له پاره هم یو درد سر جوړ شوی دی. دغه مهاجر د هغو سیمو او هیوادونو څخه دي، کوم چې په کورنۍ جگړه کې ښکیل او بشري حقونه په کښې تر پښو لاندی کیږي.

یو اِن اِچ سي آر ویلي دي چې د کډوالو کړکیچ عاجل اقدام ته اړتیا لري. دغې ادارې پر نړیوالې ټولنې ټینگار کړی دی چې د مهاجرو د هجوم د مخنیوي په خاطر یوې نړیوالې تگلارې ته اړتیا ده.

تر دویمې نړیوالې جگړې وروسته اروپا د مهاجرو تر ټولو لوې بحران سره مخامخ دی. ډیري سوریایې وگړي کوښښ کوي چې اروپا ته ځان ورسوي، دوی د دې کار له پاره له انساني قاچاقبرانو سره تماس نیسي.

د ملگرو ملتونو د اټکلونو له مخې د سوریې د کورنۍ جگړې له امله لږ تر لږه ۲۷۰ زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، په داسې حال کې چې ۷ ملیونه انسانان په هیواد کې دننه بې کوره شوي دي. د سوریې کورنۍ جگړه اوس شپږم کال ته داخل شوې، خو د دغې جگړی د پای ته رسیدو هیڅ څرک نه تر سترگو کیږي.

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې په حواله د روان کال په جریان کې د مدیترانې له لارې اروپا ته د ځان رسولو په هڅه کې د وژل شوو او لادرکه شوو کسانو شمیر ۴۴۸ ته رسیږي، په داسې حال کې چې تیر کال په دا ډول پيښو کې د وژل شوو کسانو شمیر۳۷۷۱ وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب