1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰۱۲ کال متحده ایالات د افغانستان د سولي بهیر پر مخ بیایي

۱۳۹۰ دی ۹, جمعه

د اوباما اداره غواړي چې د را روان کال په اوړي کي له طالبانو سره د خبرو اترو هڅي بیا پیل کړي. دغه هڅي په روان کال کي له هغه وروسته له ستونزو سره مخامخ شوي دي چي د سولي د عالي شورا مشر په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو

https://p.dw.com/p/13bi7
آرشیف انځور: په ۲۰۱۲ کال کې به د طالبانو لپاره یو دفتر پرانستل شي
آرشیف انځور: په ۲۰۱۲ کال کې به د طالبانو لپاره یو دفتر پرانستل شيانځور: DW

د یوه چارواکي په حواله په افغانستان کې سولي ته د رسیدو په موخه به لومړۍ د دغه هیواد په ځینو برخو کې له طالبانو سره د اوربند د رامنځ ته کیدو هڅي وشي.

د سپینې ماڼۍ او د متحده ایالاتو د کورنیو چارو وزارت دوو چارواکو هم ویلي دي چي متحده ایالات غواړي په راروان کال کې د طالبانو له ځینو استازو سره په اروپا او خلیج کې لیدني کتني وکړي چي په افغانستان کي د سولي لړۍ بیا پیل شي. دغو چارواکو د نوم د نه اخيستلو په شرط خبري کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر افغان چارواکي وایي چي په روان کال کې هم له طالبانو سره د سولي د خبرو هڅي شوي وې.

په ۲۰۱۱ کال کې افغان حکومت او نړیوالي ټولني د طالبانو د اعتماد د ترلاسه کولو له پاره هغوی ته د یوه سیاسي دفتر د جوړولو او د ګوانتانامو له زندان څخه د هغوی د پنځو کسانو د آزادولو وعده ورکړې وه. افغان حکومت او نړیوالي ټولني د دغو کارونو په مقابل کې له طالبانو څخه له القاعدې سره د اړیکو د شلولو، د تاوتریخوالې څخه د لاس اخستلو او د افغانستان اساسي قانون د منلو غوښتنه کړې وه.

طالبانو ته د یوه دفتر پرانستل په راتلونکي کال کي شونی ښکاري خو دا لا په دقیقه توګه نه ده معلومه چې دغه کار به په کومه میاشت کي تر سره شي. په یوه دریم بېطرفه هیواد کې د طالبانو دفتر به له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره د خبرو اترو یو مشخص ادرس وي.

په همدې حال کې بیا یوه امریکایي چارواکي ویلي دي چې متحده ایالات غواړي چې د طالبانو یو شمیر بندیان په یوه دریم هیواد کې تر خپل نظر لاندي وساتي. متحده ایالات به له طالبانو سره د سولې یوې موافقې ته تر رسیدو پوري دغه بندیان په یوه دریم هیواد کي تر نظربندۍ لاندي وساتې. د بندیانو د نظربندۍ له پاره هم ښایي د قطر هیواد په پام کي نیول شوی وی.

د اسوشیتیت پریس د خبري آژانسن په حواله د هغو کسانو په ډله کي چې متحده ایالات ئې غواړي په یوه دریم هیواد کې تر نظربندۍ لاندي وساتي د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې د هرات والي، خیرالله خیرخواه او د طالبانو یو پیاوړی پوځي قوماندان ملا محمد فضل شامل دي.

د کرزي ادارې هم له متحده ایالاتو څخه د دغو کسانو د آزادولو غوښتنه کړې وه چي له دې لاري طالبانو ته خپل ښه نیت ښکاره کړي. خو یو افغان چارواکی وایي چې کرزی غواړي دغه کسان افغانستان ته واستول شي نه کوم دریم هیواد ته.

کرزی د سولي د بهیر په برخه کي یوازي له متحده ایالاتو سره ستونزي نه لري. هغه خو د خپل هیواد په دننه کي هم له ستونزو سره لاس او ګریوان دی. له هغه وروسته چي په روان کال کې د کرزي د حکومت د سولي د عالي شورا مشر، برهان الدین رباني، د یوه ځانمرګي برید کوونکي له خوا چي ځان ئې د طالبانو استازی بللی وو، ووژل شو، طالبانو ته د کرزي د حکومت د لاسرسۍ په اړه نوي پوښتنې رامنځ ته شوي دي.

په داسي حال کې چې افغان حکومت او متحده ایالات له طالبانو سره د سولې یوې موافقې ته د رسیدو په هڅه کې دي، یو شمیر کارپوهان وایي چې دې موافقې ته د رسیدو له پاره لا اوس هم ډیر وخت ته اړتیا شته. که څه هم له څو کلونو راهيسي افغان حکومت او نړیواله ټولنه پر طالبانو د سولي غږ کوي خو دې ډلې بیا تل د سولې له خبرو څخه انکار کړی دئ.

افغان چارواکي وایي چې اوس له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ددې ډلې په استازیتوب به طیب اغا چې د طالبانو مشر ته یو نزدي کس بلل کیږي، د طالبانو پخوانۍ د روغتیا وزیر او سعودي عربستان ته ددغې ډلي سفیر ګډون ولري.

که څه هم متحده ایالات او کرزی دواړه غواړي چې له طالبانو سره د سولي خبري پیل کړي خو کرزی په بشپړه توګه د دغې پروسې د افغاني کیدو غوښتونکی دئ.

د کرزي ادارې خو تل د طالبانو د یوه مشخص ادرس د پیداکولو هڅه کړې ده خو کله چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د جوړیدو آوازې خپرې شوې د کرزي ادارې وویل چې له دغې پروسې څخه خبره نه وه او له دغه هیواد څخه ئې خپل سفیر د مشورې له پاره را وباله.

کرزي خو بیا تل د طالبانو د دفتر د جوړولو له پاره د ترکیې او سعودي عربستان هیوادونه پیشنهاد کړي ول. خو له هغه وروسته چې ‎په قطر کې د طالبانو ددفتر د پرانستلو آوازې خپرې شوې، کرزي وويل چي له دې کار سره په دې شرط موافق دئ چې متحده ایالات هم په دې برخه کې کومه ستونزه و نه لري.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب