1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو تلفات ډېر شوي

۱۳۹۴ مرداد ۱۴, چهارشنبه

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د ۲۰۱۵م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۱۵۹۲ تنه ملکیان وژل شوي او ۳۳۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي. دغه شمیر د تیر کال د همدغه وخت په پرتله یوه سلنه ډېرښت ښيي.

https://p.dw.com/p/1GA6F
انځور: picture-alliance/dpa

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما ویلي دي چې دغه شمیر د تیر کال د همدې مودې په پرتله یوه سلنه ډېرښت ښيي. خپرې شوي شمیري ښيي چې د وژل شویو کسانو شمیر شپږ سلنه کم شوی دی خو د ټپیانو شمیر بیا د تیر کال همدې مودې په پرتله څلور سلنه ډېر شوی دی.

ویل شوي دي چې پیاده جګړې اوس د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو په پرتله ډیر تلفات رامنځته کوي. دا په افغانستان کې د مخ پر ډیریدونکې جګړې څرګندويي کوي.

د یوناما مشر نیکولاس هایسوم، ویلي دي: «په رپوټ کې خپري شوي شمیرې نه شي کولای په افغانستان کې ویره، د ماشومانو جسدونه، میندي او خویندي، زامن او پلورنه، په سمه توګه انځور کړي.»

هغه زیاته کړې ده: «دغه شمېرې غمجنې کورنۍ، حیرانه ټولنه او عادي افغانان نشي انځور ولای. دا په افغانستان کې د جګړې اصلي اغېزې دي.»

رپوټ په داسې حال کې د افغان کورنیو تلفات ښيي چې طالبانو خپل فعالیتونه د افغانستان له سویلې سیمو څخه شمال ته غځولي دي. له بلي خوا دا لومړی دوبی دی چې افغان امنیتي ځواکونه بې له نړیوالو متحدینو د جګړې میدان ته ځي.

د خپرو شمویو شمیرو له مخې د جګړې له کبله د ښځو د تلفاتو کچه ۲۳ سلنه او د ماشومانو تلفات بیا ۱۳ سلنه لوړ شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب