1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلماني کليساوو ۴۳۰ زره غړو خپل غړيتوب پری ايښی

۱۳۹۸ تیر ۲۹, شنبه

تيرکال د آلمان د پروتستانت او کاتوليکې کلیساګانو څه باندې ۴۰۰ زره غړو خپل کلیسايي غړيتوبونه لغوه کړي دي. کليساګانې د خپلو غړو پر وتلو سخت متاثره کيږي، ځکه دوی خپل د ماليې د ورکولو وړ عوايدو شاوخوا ۹ سلنه کلیساو ته ورکوي.

https://p.dw.com/p/3MQ8O
Deutschland l Kirche St. Johannes Baptista in Forbach-Weisenbach
انځور: Seelsorgeeinheit Forbach-Weisenbach

په ۲۰۱۸م کال کې د آلمان د کاتوليکې کليسا څه باندې ۲۱۶ زره غړو او د پروتستانت کليساو شاوخوا ۲۲۰ زره غړو خپل کليسايي غړيتوبونه لغوه کړي دي. دغه مطلب د جمعې په ورځ د آلمان د اسقفانو او د پروستانت کليساګانو په کنفرانس کې وويل شو.

په مجموع کې د آلمان ۳۲ ميليونه اتباع د کاتوليکې کليسا او څه باندې ۲۱ ميليونه نور يې د پروتستانتې کلیسا غړيتوب لري. په واقعيت کې دوی د آلمان د ۸۳ ميليون نفوس، ۵۳ سلنه برخه تشکيلوي.

د آلمان د اسقفانو د کنفرانس منشي هانس لانګندورفر لغوه شوي غړيتوبونو په هکله خپاره شوي آمار «د انديښنې وړ» ووبلل.

د پروتستانت کليسا رئيس، هاينريش بدفورد شتروم، وويل: «هر لغوه شوی مورد زيان رسوي. نن ورځ خلک د پخوا برخلاف، په آزاد ډول تصميم نیسي چې آیا غواړې کليسا پورې تعلق ولري که نه. زموږ له پاره ډيره مهمه ده چې په اوسنيو شرايطو کې روښانه کړو چې ولي مسيحي پيغام زموږ د ژوند قوي بنسټ دی او غړيتوب څنګه لغوه کیږي.»

د کلیسا غړيتوب په يوه سيميزه حکومتي اداره او په ځينو حالاتو کې په محکمه کې د شخص له خوا په رسمي څرګندونو سره لغوه کيدای شي. په اصل کې د دې اړتيا نه شته چې يو شخص دې خپل د کلیسا غړيتوب د لرې کولو له پاره کوم خاص دليل وړاندې کړي.

که چيرته د يوې کليسا غړي خپل غړيتوب په رسمي ډول لغوه نه کړي، په هغه صورت کې تر ۹ سلنې پورې عوايد يې کليساګانو ته ورکول کيږي. البته د هغو عوایدو چې د ماليې د ورکولو وړ وي. دواړې کلیساوې د دغو مالياتو د ټولولو له لارې په مليارډونو يورو ترلاسه کوي. خو له کلونو راپهيسې د آلمان په کليساګانو کې د غړيتوب کچه مخ په ټيټدو ده.

غړيتوب سم نيمايي ته راښکته کيدل 

د آلمان د فرايبورګ پوهنتون له خوا د روان کال په می مياشت کې يوه ترسره شوې څيړنه ښيي چې تر ۲۰۶۰م کال پورې به د آلمان د خلکو د کليساګانو غړيتوب نیمايي ته راښکته شي. څيړونکي د دغه کموالی ستر لاملونه، د ځوانانو له خوا د کليساو پريښودل، لږ تعميد او د زړو کسانو په شمير کې ډيروالی ښيي.

دغه څيړنه دغه راز ښيي چې په دغو دوو کليساګانو کې د خلکو عمومي غړيتوب چې په حاضر وخت کې ۴۵ ميليونو ته رسيږي، په ۲۰۳۵م کال کې به له ۳۵ ميليونو څخه هم راښکته شي او په ۲۰۶۰م کال کې به ۲۲ ميليونو کسانو ته ورسيږي.

دا چې په څه دليل خلک له کليساو څخه خپل غړيتوبونه اخلی، په اړه يې تر اوسه کومه احصائيه شتون نه لري. له بلې خوا په وروستيو مياشتو کې د چارواکو له خوا په ترسره شوو نظرسنجيو کې په کاتلويک کليساوګانو کې جنسي رسواييو ته هم اشاره شوې ده.

ا ج/ ص ا/م.ک.ص/ن.ص sri/jm (AFP, kna, dpa, epd)